د روغتیا نړیوال سازمان: د شری ناروغی په بې ساری ډول ډېره شوې

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 112786

د روغتیا نړیوال سازمان WHO خبرداری ورکوی چې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په ټوله نړۍ کې د شری نارغی د تېر کال د همدې مودې په مقایسه څلور برابره ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې پرون د دې ساری ناروغۍ په اړه وویل چې په ټوله نړۍ کې د شری د ناروغۍ په اړه بې سارې شمېرې ثبت شوی دی.

د دغې ادارې په اعلامیه کې راغلی چې دا مهال په اوکراین، ګرجستان، قزاقستان او قرغزستان او هم په څو افریقایی او د جنوب ختیځی اسیا په څو هېوادونو کې دا ناروغی په بې ساری ډول په پراخېدو ده.

دا ناروغی د مخنیوی وړ ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112786

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *