د روسیې ولسمشر پر مسکو د امریکا له لوری ممکن بندیزونه غیرقانونی بللی دی

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 76100

د روسیې ولسمشر او د روسیې د امنیت شورا پر مسکو د امریکا له لوری ممکن بندیزونه “په بشپړډول غیرقانونی” بللی دی.

د روسیې خبری اژانسونو د کرېملن د ویاند، دېمېتری پېسکوف په حواله دا وینا خپره کړې ده.

پېسکوف پرون جمعه ویلی چې پوتین د روسیې د امنیت شورا له غړو سره غونډه کړې او د “واشنګټن له لوری د نورو ممکنو غیردوستانه ” اقداماتو پر څرنګوالی یې خبرې کړې دی.

پېسکوف رسنیوته ویلی چې په دې غونډه کې ټینګار شوی چې “داسې اقدامات د نړیوالو قوانینو پر اساس، په یومخیز ډول غیر مشروع” دی.

د روسیې دبهرنیوچارو وزیر، سرګې لاوروف هم پرون د امریکا دبهرنیوچارو له وزیر، مایک پومپئو سره په ټلفون ږغېدلی او ورته ویلی یې دی چې مسکو د امریکا د بندیزونو وروستی پلان رد کړی دی.

تردې وړاندې، د روسیې صدراعظم دېمېتری میدویدف وویل چې که واشنګټن د روسیې پر بانکونکو ولګوی مسکو به یې “د اقتصادی جنګ” اعلان وګڼی او په مقابل کې به یې له “اقتصادی، سیاسی او نورو” لارو وروته اقدام وکړی.

د امریکا دبهرنیوچارو وزارت تېره اونۍ وویل چې په بریتانیې کې د پخوانی روسی جاسوس، سرګې سکرېپال د مسمولو په پېښه کې د روسې د لاس درلودلو له امله به پر مسکو بندیزونه ولګوی.

سپینې ماڼۍ پرون یو وار بیا پر سرګې سکرېپال د کیمیاوی موادو حمله وغندله.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76100

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *