د روسیې له دولت څخه د اشرف غنی رسمی شکایت

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 104093

د افغانستان حکومت روسیې هېواد ته د ځینو طالب غړو د سفر په تړاو ملګرو ملتونو سازمان ته شکایت کړی دی.

ددغه شکایت لامل، د روسیې دولت له خوا د طالبانو هغو غړو ته د سفر اجازې ورکول دی چې د ملګرو ملتونو سازمان په تور نوملړ کې شتون لری.

د یادونې وړ ده چې روسیې د سلواغې میاشتې په ۱۶ او ۱۷ مه د افغانستان سیاسی ګوندونو او طالب استازو ترمنځ د یوې غونډې کوربه وه. دا غونډه په داسې حال کې په لاره اچول شوې چې ولسمشر د هغې د ترسره کېدو په اړه نیوکه کړې او د هېواد د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې د حکومت هیڅ استازی پکې ګډون نه کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104093

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *