د روسیې او تاجیکستان مشرانو د افغانستان امنیتی حالاتو پرسر بحث وکړ

  • خپرول: ۲۹ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 113303

د روسیې او تاجیکستان ولسمشرانو پوتین او امام علی رحمان د افغانستان حالاتو او د سیمه ییز امنیت لپاره د ننګونو پرسر بحث وکړ.
د روسیې ولسمشر تېره ورځ د تاجیکستان له ولسمشر امام علی رحمان سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان او د سیمې هېوادونو امنیت ددې هېواد لپاره مهم دی او باید په سیمه ییزو کنفرانسونو کې د افغانستان مسالې د حل پرسر تمرکز وشی.
په همدې حال کې د تاجیکستان ولسمشر هم د سیمې سوله او ثبات د ټولو هېوادونو لپاره مهم وباله.
د یادونې وړ ده چې امام علی رحمان په افغانستان کې د داعش ډلې نفوذ د ډېروالی او د تاجیکستان په اړه د هغې ګواښونو په تړاو اندېښنه ښودلې وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113303

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *