د روسیې ولسمشر له ټرامپ سره د لیدنې په موخه فنلند ته ولاړ

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 70147

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکایی سیال دونالډ ټرامب سره د لیدنې په موخه، د فنلند پلازمینې هلسینکی هوایی ډګر ته دننه شوی او د یاد هېواد ماڼۍ ته ولاړ.
د امریکا ولسمشر هم تېره شپه هلسینکی ته ولاړ او په فنلند کې د یاد هېواد سفیر دده هرکلی وکړ.
نن سهار د پوتین له راتلو نه مخکې، د امریکا او فنلند مشرانو له یوبل سره لیدنه و کړه. ټرامپ څو ساعته مخکې په خپله ټویټر پاڼه لیکلی چې د امریکا او روسیې اړیکې تردې دمه دومره خراب نه وې.
لوېدیځو رسنیو ویلی چې د دوه اړخیزو مسایلو سربېره، نړیول موضوعات لکه برجام، د اټمی وسلو کنټرول، سوریه، اوکراین، شمالی کوریا او د شمالی اتلانتیک سازمان د امریکا او روسیې دغو مشرانو په لیدنه کې مطرح شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=70147

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *