د رادار په نوی سیستم سره د افغانستان هوایی حریم سمبال کېدل ؛ د الوتنې لګښت کموالی مومی

  • خپرول: ۱۶ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: تکنالوژي او معلومات
  • د خبر شميره: 29191

د افغانستان هوایی چلند د خپلواکی ادارې مشر محمود شاه حبیبی د یکشنبه په ورځ په کابل کې په یوه خبری ناسته کې وویل چې په نژدې راتلونکې کې د ۹۰ میلیون یورو په ارزښت رادار سیستم رانیول کېژی او په هېواد کې فعالېژی.
ښاغلی حبیبی زیاته کړه چې دغه سیستم د نړۍ رادار له پرمختللو سیستمونو څخه دی چې په افغانستان کې به د ټولو فضایی حریم د کنترول زمینه برابره کړی.
ښاغلی حبیبی وویل چې زموژ غوښتنه د یو پرمختللی سیستم په واسطه د هېواد هوایی حریم فعالېدل ده ترڅو وکولای شو پر خپل فضایی حریم برلاسه اووسو.
د ویلو وړ ده چې افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې د خپل هوایی حریم کنترول د ناټو ځواکونو څخه ترلاسه کړ او په یاد وقت کې د هوایی چلند خپلواکې ادارې ددغه اقدام څخه خوشی کوله .
ددغې ادارې مسولینو په یاد وقت کې څرګند کړی وو چې د هېواد هوایی حریم کنترول په ترلاسه کولو سره ، الوتنې به هم په هېواد کې زیاتوالی ومومی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=29191

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *