د راتلونکې کال د بودجې طرح د پارلمان له لورې رد شو

  • خپرول: ۲۲ قوس ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 40208

د ۱۳۹۷ کال بودجې طرح د ولسی جرګې له لورې په ډېریو رایو سره رد شو.
د ولسی جرګې د مالی او بودجې کمیسیون د چهارشنبه په ورځ د ۱۳۹۷ مالی کال د بودجې طرح دغې جرګې ته وړاندې کړ خو دغه طرح د ولسی جرګې استازو له لورې رد شو.
د بودجې په طرح کې نه انډولوالۍ ، د کاری پروژو نشتون ، د شورا د تصویب پرته د دولت په جوړښت کې د تشکیلاتو زیاتوالی او د بودجې په اصل کې بدلون د کمیسیونونو له لورې د ملی پودجې د رد له مهمو لاملونو څخه دی.
د جرګی د مالی او بودجې کمیسیون مرستیال عظیم محسنی وویل چې د ۱۳۹۶ کال د ملی بودجې په طرح کې منظور شوی پروژې د ولسمشر فرمان په ترڅ کخې د بودجې له سند څخه حذف شوی ، په داسې حال کې چې د هېواد اساسی قانون هیڅ څوک ته دا اجازه نه دی ورکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40208

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *