د راتلونکې څلورو ټاکنو د ترسره کېدو طرح تریوې راتلونکې میاشتې اعلانېږی

  • خپرول: ۲۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108426

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال اورنګ زیب ټینګار وکړ چې د ولایتی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو په ګډون د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو طرح تریوې راتلونکې میاشتې بشپړېږی او په اړه یې معلومات ورکول کېږی.
ده همداراز د څلورو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه د فنی کمېټو له رامنځته کېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې ددې سربېره، په کمیسیون کې د ګمارنې او د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په اړه نورې کمېټې هم رامنځته شوی دی.
اورنګ زیب زیاته کړه: د فنی څېړنو له بشپړېدو وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسولینو موندنې به له سیاسی ګوندونو، مدنی بنسټونو، ولسمشرۍ نوماندانو او د تاکنو بهیر اړوندو خواو سره شریک شی ترڅو د ټاکنو په اړه یوه عمومی اجماع رامنځته شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108426

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *