د راتلونکې ټاکنو په اړه د سرور دانش او عطا محمد نور لیدنه

  • خپرول: ۱۷ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 75567

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش نن چهارشنبه د بلخ پخوانی والی عطا محمد نور سره لیدنه کړې او د بېلابېلو مسایلو د هغې له ډلې څخه د ولسمشریزو ټاکنو پرسر خبرې کړی دی.
د ښاغلی دانش دفتر د اعلامیې له مخې، دواړو خواو د ورځې مهمو مسایلو د هغې له ډلې څخه د پارلمانی ټاکنو د ترسره کېدو، ددغه بهیر رڼوالی ټینګښت، ولسمشریزو ټاکنو، د سولې بهیر او د وسله والو مخالفینو سره د خبرو پرسر بحث او خبرې ترسره کړی دی.
ښاغلی دانش همداراز په بلخ ولایت کې د عطا محمد نور له کړنو او د یوتن سیاسی شخصیت په توګه دده له کړنو څخه ستاینه وکړه.
د اعلامیې له مخې ښاغلی نور هم د سیاستوالو او سیاسی ګوندونو ترمنځ په یووالی ټینګار کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75567

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *