د دوو ځانمرګو برید ګرو په ګډون ۱۲ وسله وال مخالفین ونیول شول

  • خپرول: ۲۹ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 89337

۲۸ عقرب ۱۳۹۷

چارواکی وایی، ننګرهار ولایت د ملی امنیت مؤظفینو د دې ولایت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د دوو ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۱۱ داعش او یو وسله وال طالب ژوندی نیولی دی .

ننګرهار ملی امنیت ریاست کې نیول شوی کسان د خبری کنفرانس پر مهال رسنیو ته د ښودلو پر مهال د دې ولایت د والی ویاند عطاالله خوږیاڼی وویل،ملی امنیت مؤظفینو د تېرې اونۍ په ترڅ کې د نورالله او مسیح الله چې مشهور په عمر وو،پلان درلود،چې په نازیانو او خوږیاڼو ولسوالۍ کې ځانمرګی بریدونه ترسره کړی؛ خو موخې ته تر رسیدو وړاندې په یادو ولسوالیو کې د ملی امنیت ځواکونو له لورې ونیول شول .

نوموړی زیاته کړه، ملی امنیت مؤظفینو همدا راز  په مرکز جلال اباد ښار، پچیراګام، اچین، نازیانو او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې د غنی الرحمن، برکت الله، سنګر، عصمت الله، عبیدالله، شمس الرحمن، اجمل، حاجی ګل او ظهیر په نومونو ۹ تنه نور د داعش غړی او د رحیم الله په نوم د جنګی طالبانو غړی هم ژوندی نیولی دی .

نیول شوو ځانمرګو بریدکوونکو او نیول شوو وسله والو مخالفینو پخپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

دا په داسې حال کې ده،چې په وروستیو کې د ملی امنیت ادارې په هلو ځلو ۲۱۵ داعش او طالب وسله والو له جګړې لاس اخیستی او د خپلو وسلو سره یو ځای امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=89337

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *