د دوه چاودنو له امله ۹ ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • خپرول: ۱۹ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 87814

په پکتیکا او غزنی ولایتونو کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د ماشومانو په ګډون ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په جنوب ختېځ کې د ملی پوځ ۲۰۳ تندر قول اردود په یوه بیان کې ویلی ”د پکتیکا ولایت دارګون ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د سولې او هیواد دښمنانو لخوا یوځای پرځای شوی ماین چاودنه کړې، چې په ترڅ کې درې تنه پاک معصوم ماشومان په شهادت رسولی دی. “
خبرپاڼه زیاتوی، چې همداراز دوسله والومخالفینو لخوا یو خښ کړائ شوی ماین د غزنی ولایت دمقر ولسوالۍ اړونده سیمو کې پرملکی موټر چاودنه کړې، چې له امله یې پنځه تنه ملکی وګړی ټپیان شوی او یو تن وژل شوی.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلی په داسې حال کې چې افغان چارواکی وایی په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړی وژل کیږی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د بشری حقونو په یوه ځانګړی رپوټ کې چې څو ورځې مخکې خپور شو، وایې چې دولتی ضد عناصر باید په هغو سیمو کې چې ملکیان اوسیږی، د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو بې توپیره او نامناسبه کارونه ژر تر ژره بنده کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87814

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *