د دوحې ناستې لپاره د افغان حکومت پلاوی ټاکل کېدل

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 112689

د افغانستان یوې حکومتی سرچینې بی بی سی ته منلې ده چې د ‘پخلاینې مشرتابه شورا’ سره له څو ورځنیو چانو وهلو وروسته یې د قطر ناستې ته شاوخوا ۱۵۰ کسیزه نوملړ چمتو کړی دی.
سرچینه وایی، په دې نوملړ کې شاوخوا ۴۰ ښځې، ځینې وزیران، والیان او د سیاسی ګوندونو مشران شامل دی.
په پام کې ده چې د قطر ناسته د روانې اپرېل ماشتې پر ۱۹مه تر ۲۱مې پورې د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړه شی.
د طالبانو یوې سرچینې بی بی سی ته ویلی، یادې ناستې ته د دوی له خوا هم چمتووالی روان دی چې د طالبانو د مرکچی پلاوی غړو او په قطر کې د دغه دفتر د غړو په ګډون به شاوخوا ۲۵ کسان برخه واخلی.
طالبانو وړاندې ویلی وو، قطر کې به د “بین الافغانی” خبرو لپاره هېڅ کس د حکومت استازیتوب نه کوی او که د حکومت اړوند کسان پکې ګډون کوی، نو هلته به مطرح کېدونکی نظرونه شخصی بڼه ولری نه د حکومت رسمی دریځ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112689

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *