د دوحې غونډې د خبرو ترشا څه تېرېږی؟

  • خپرول: ۲۱ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108266

لیکوال: د افغانستان اطلس خبری سرچینې مشر سید احمد موسوی مبلغ
د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې، په جدیت خو په چوپتیا او نامعلوم برخلیک سره په قطر کې پرمخ وړل کېږی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اعلان کړی چې د پلی کېدو وړ پایلو ته د خبرو نېږدې کېدو په صورت کې، دی به خپله دوحې ته لاړ شی ترڅو په مستقیمه توګه د خبرو په بهیر کې ګډون وکړی. دا خبرې ددې ښکارندویې کوی چې د دواړو خواو ترمنځ د احتمالی هوکړې په اړه روښانه سیګنالونه شتون لری. په دې ډله، ترټولو اصلی ستونزه د امریکایی ځواکونو د وتلو د مهال وېش موضوع ده. که څه هم تردې دمه هیڅ یوه خوا د خبرو په اړه معلومات له رسنیو سره نه دی شریک کړی، خو ترلاسه شوی معلومات ددې ښکارندویې کوی چې امریکا حاضره نده ترڅو په یوه پنځه کلن پروګرام کې له افغانستان څخه خپل سرتېری بهر کړی.
خو طالبان د بهرنیو پوځیانو پر هرڅومره ژر وتلو ټینګار کوی. د ځینو ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دا اختلافونه نېږدې ول چې خبرې له ستونزو سره مخ کړی. داپه داسې حال کې ده چې د خبرو پردې ترشا ځینې معلومات ددې ښکارندویې کوی چې امریکا طالبانو ته ویلی چې د پوځیانو د وتلو په موخه د امریکا د پام وړ طرح سره د طالبانو د نه هوکړې په صورت کې، خبرې ودروی او هرڅومره ژر د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړی.
اوس مهال یوشمېر کسان په دې باور دی چې امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له موضوع څخه چې ټاکل شوې د راتلونکې کال په پسرلی کې ترسره شی، دخپلو غوښتنو د پلی کېدو په موخه پر طالبانو د فشار وسیلې په توګه کار اخلی.
په همدې حال کې د دواړو خواو ترمنځ د هوکړې د ترلاسه کېدو په صورت کې شونی ده امریکا هڅه وکړی د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې یا هیڅ ترسره نشی او یا دا چې په ځنډ او د طالبانو په پراخ ګډون سره ترسره شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108266

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




15 + = 25