د درملنې ۱۰۰ مرکزونه د جګړې او ناامنۍ له امله په افغانستان کې تړلی دی

  • خپرول: ۲۵ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 116370

د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی چې د درملنې ۱۰۰ مرکزونه په وروستیو څلورو میاشتو کې د جګړې او ناامنۍ له امله تړل شوی دی.
ددې راپور له مخې، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان د شپاړسو ولایتونو په ۳۸ ولسوالیو کې ۱۱۴ روغتیایی مرکزونه د وسله والو مخالفینو د بریدونو موخه ګرځول شوی چې ډېری دا بریدونه په سویلی، ختیځو او لوېدیځو سیمو کې ترسره شوی دی.
ددې سازمان په وینا، په افغانستان کې د درملنې د ۱۱۴ مرکزونو له ډلې چې د وسله والو مخالفینو د بریدونو موخه ګرځول شوی، درې مرکزونه یې په بشپړ ډول لمنځه وړل شوی، دولس مرکزونه یې زیانمن شوی او ۹۹ نور مرکزونه یې د ناروغانو پرمخ تړلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=116370

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *