د داعش په وړاندې د طالبانو سراسری عملیات پیلېږی

  • خپرول: ۱۷ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 75458

د طالب ډلې ځینو نېږدې سرچینو ویلی چې دغه ډله په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د داعش ترهګریزې ډلې په وړاندې سراسری عملیات پیل کوی.
د افغانستان په شمال کې د طالبانو له وروستیو عملیاتو او په جوزجان ولایت کې د داعش ترهګریزې ډلې مرکز د لمنځه تلو وروسته، ځینو خبری سرچینو د افغانستان په ختیځ کې د عملیاتو ترسره کېدو په موخه له چمتوالی خبر ورکړ.
دغه سرچینې وایی، د سره قطعې په نامه د طالبانو سلګونه ځانګړی ځواکونه د ملا نیک محمد تر مشرۍ لاندې ننګرهار ولایت ته د لېږلږ په حال کې دی.
د یاد راپور له مخې، د طالبانو ځانګړی ځواکونه له تجربه لرونکو او روزل شویو کسانو څخه جوړ شوی چې په پرمختللو پوځی تجهیزاتو سمبال دی.
طالب ډلې د ننګرهار ولایت خوګیانی ولسوالۍ ته یو پلاوی لېږلی ترڅو په وزیرتنګی، توره بوره او اچین سیمو کې د داعش ډلې په وړاندې د عملیاتو څرنګوالی په اړه د سیمې له خلکو سره سلا مشورې وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75458

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *