د داعش د جلب او جذب یوتن مسول په کابل کې نیول شوی

  • خپرول: ۲۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 103968

د هېواد ملی امنیت ریاست ویلی د کابل ښار یوه جومات امام یې داعش ډلې ته د خلکو د جذبولو  په تور نیولی دی.

د ملی امنیت د ریاست له خبرپاڼې سره سم، د شیخ محمدیانو د جامع جومات امام ابو عبیدالله متوکل د کابل په ۵ ناحیه کې د ملی امنیت د ځواکونو له لوری ونیول شو.

ویل شوی چې نوموړی سلګونه تنه ځوانان د داعش سختدریځې ډلې ته جذب کړی او بیا یې ننګرهار ته لېږلی دی.

د ملی امنیت ریاست وایی چې د دغه ملا ۱۶ شاګردان، چې د داعش غړیتوب یې ترلاسه کړی وو، د کابل په بېلابېلو برخو کې د تروریستی او حکومت ضد فعالیتونو په خاطر نیول شوی دی.

نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې دوی د شیخ عبیدالله متوکل له لوری داعش ته جذب شوی وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103968

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *