د خېبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې ۵ پولیس وژل شوی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 104500

نن د خېبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې موټر سایکل سپرو وسله‌والو پنځه پولیس وژلی دی.

د دېره اسماعیل خان پولیسو یوه چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط نن د ازادی راډیو مشال څانګې ته وویل چې په‌دې حمله کې دوه لارویان ټپیان شوی او برید کوونکی تښتیدلی دی.

خو د دېره اسماعیل خان روغتون یوه ډاکټر فرید الله مسود ازادی راډیو ته وویل چې دوی ته درې ټپی پولیس ور وړل شوی چې تر درملنې لاندې دی.

د پاکستانی طالبانو یوې جلا شوی څانګې د دې پیښې مسئولیت منلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104500

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *