د خوشحاله ژوند ۲۰ رازونه

  • خپرول: ۲۵ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: بېلابېل
  • د خبر شميره: 44980

خوښ او ښېرازه ژوند د ټولو انسانانو هیله وی، ځکه ژوند ښکلی دی او له هرې لحظې یې خوند اخیستل مو ژوند رنګینوی. دغه راز د خوښ ژوند سره ستاسو ذهنی روڼتیا پراخه او چلند مو ورسره بدلیږی. موږ دلته ۲۰ هغه لارې چارې روښانه کوو چې ستاسو ژوند ته خوښی ورکولای شی، تاسې دغه عناصر په بشپړه توګه په نښه کړئ، څو یو خوښ ژوند ولرئ.

ژباړه: حضرت عثمان نوری

۱: ځان د خوشحاله خلکو په دائره کې وساتئ او هڅه وکړئ چې د خوښۍ مراسم مېس نه کړئ.ګ

۲: کله چې د ستونزې سره مخ کېدلئ، د فکر او صبر نه کار واخلئ او په منطق سره یې حل لاره پېدا کړئ.

۳: همېشه مثبت فکر کوئ او خوشبینه اوسئ، همداراز په دې فکر وکړئ چې څنګه خپل شخصیت ته بدلون ورکړئ، او د کومو لارو خپل هدف ته رسېدلای شئ.

۴: هڅه وکړئ چې د خپل ځان په اړه ښه ټاکنه وکړئ؛ څو له آیندې افسوس او ناهیلۍ څخه وژغورل شئ.

۵: د خوښ حالت څخه خوند واخلئ؛ د جدیت او تاو تریخوالی څخه په کلکه ځان وساتئ.

۶: ځان باوری کړئ، چې تاسې خوشحاله یاست. هغه خلک چې خوښی حس نه کړی او خوند ترې وانخلی، دوی به هېڅکله ددې وړتیا ونه لری چې خوښی ولمانځی، تجربه یې کړئ او خپل پام پرې بدل کړئ. هره ورځ ځان ته ووایاست چې زه خوښ یم او زه باید خوشحاله شم.

۷: ژوند لېست ته مو په خوښۍ تر هر څه ډېر لومړیتوب ورکړئ.

۸: خپل قوت مو تشخیص کړئ او هېڅکله د چا تر تاثیر لاندې مه راځئ.

۹: هڅه وکړئ چې په خوښۍ سره ژوند وکړئ او د ژر پرېکړې څخه ځان وساتئ.

۱۰: د خپلې انرژۍ او وخت څخه ښه ګټه پورته کړئ؛ ځکه انرژی په ښو او اړینو فعالیتونو مصرفول ستاسو خوښ ژوند ټارګېټ کوی.

۱۱: د ملګرو/کورنۍ او نورو خلکو سره ښه چلند وکړئ؛ هڅه وکړئ چې له احساساتو ډډه وکړئ.

۱۲: منفی افکار له پامه وغورځوئ او تل ښه فکر ولرئ، دغه راز چا ته بده او منفی مشوره مه ورکوئ.

۱۳: کافی خوب او آرام وکړئ؛ ډاکټران سپارښتنه کوی چې په ټاکلی وخت باید خپل خوبځای ته ولاړ شئ او په خوبځای کې له ځان سره بریښنایی آلات (کمپیوټر، سمارټ فون او نور وسایل) مه پرېږدئ، ځکه دا ستاسو د خوب د تخریبولو ترڅنګ ستاسو صحت هم زیانمنوی.

۱۴: د هغه څه مسؤلیت په غاړه واخلئ چې ستاسو په وس وی او د داسې شیانو مسؤلیت پر غاړه مه اخلئ چې سبا یا بله ورځ تاسو تر پوښتنې لاندې راولی.

۱۵: که کار نه لرئ او خوشې یاست، نو کوښښ وکړئ چې ځان مو په یو څه بوخت وساتئ؛ که کوم کار مو بیخی نه تر سترګو کېده، نو په خپلو تېرو پلانونو او فعالیتونو له سره غور وکړئ.

۱۶: خپلې دندې ته په ټاکلی وخت ولاړ شئ، هڅه وکړئ چې له ټاکلی وخت وړاندې حاضری ورکړئ، خو که بیا هم ټرافیکی ستونزې او یا ورځنۍ بوختیاوې تاسې ډېر بوختوی؛ نو په خپل وخت دندې ته حاضری ورکړئ.

۱۷: د نورو خوښی خپله خوښی وګڼئ او دا مه وایئ چې دوی ولې خوښ دی؟ بلکې په دې اړه فکر کړئ چې زه له دویو سره څه ډول مرسته وکړم، څو د دویو په خوښۍ کې زه له یوې خوا خپل مسؤلیت (مرسته) اداء کړم او له بله اړخه خوښی ورسره یو ځای ولمانځم.

۱۸: څه نا څه مُسکا وکړئ؛ آرواپوهان وایی: مُسک کېدل د ذهن د پراخۍ سبب ګرځی او تاسې خوښۍ ته رابولی، دا چې تندی مو پراخه او حوصله مو زیاته شی، نو مُسکا وکړئ او له جدیت څخه پرهېز وکړئ.

۱۹: د چا زړه مه بدوئ او تل له نورو سره ښې او ټولنیزې اړیکې وپالئ.

۲۰: د خوښېو په لټه کې اوسئ او هڅه وکړئ چې له یوازیتوب ځان وژغورئ، ځکه اصلاً روانی ناروغۍ او ستونزې له یوازیتوب رامېنځته کیږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44980

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *