د خلیلزاد سفرونو د اوم پړاو پیل

  • خپرول: ۳ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 114149

د افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد ویلی، د افغان سولې په لار کې یو کوچنی ټکان دا بهیر نه شی ورو کولی او هڅه کوی چې د افغان لورو ترمنځ د خبرو لپاره نړیوال ملاتړ ډېر کړی.
زلمی خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، د امریکا په هڅو په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو په پار یې یوځل بیا د موزو مزی کش کړی دی.
نوموړی وایی، دا ځل یې هڅه دا ده چې د افغان اړخونو ترمنځ د خبرو او بحث لپاره د نړیوالو ملاتړ لا ډېر کړی او د سولې په دې لار کې تیندک د مخنیوی لامل نه شی کېدای.
بل خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، زلمی خلیلزاد د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۱مه د مۍ تر ۱۱مې پورې افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او برتانیا ته خپل سفر پیل کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114149

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *