د خبریالانو د ملاتړ له صندوق سره د حکومت ۱۰ میلیونه افغانی مرسته

  • خپرول: ۲۴ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 87982

ولسمشر غنی له خبریالانو څخه د ملاتړ صندوق د پرانستی په مراسمو کې چې نن سه شنبه ترسره شوی وو، اعلان یې وکړ چې حکومت له دغه صندوق سره ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته کوی.
ښاغلی غنی په خپلو خبرو کې وویل چې له دغه صندوق سره د مرستې موخه، له هغو خبریالانو سره مرسته ده چې په ترهګریزو بریدونو کې یې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.
ولسمشر غنی له رسنیو څخه د ملاتړ په ټینګار سره وویل چې د دولت او رسنیو ترمنځ هیڅ دول مخالفت شتون نه لری. دده په وینا، بیان ازادی د هېوادوالو په منځ کې بنسټ جوړوی.
دی دې ته په ټینګار سره چې دولت او رسنۍ د هېوادوالو په وړاندې ګډ مسولیت لری، څرګند کړ چې رسنۍ د افغانستان دولت ته ځواب ویونکی نه دی، بلکه د افغانستان ملت ته ځواب ویونکی دی.
ښاغلی غنی دخپلو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړه: « رسنۍ باید د خلکو قضاوت جدی ونیسی. رسنۍ د نیوکې حق لری. د نیوکو ګټې او زیانونه ټولنه قضاوت کوی، نه دولت».
د هېواد ولسمشر همداراز ټینګار وکړ چې دولت د سانسور هوډ نه لری او له ټولو دولتی بنسټونو څخه یې غوښتی ترڅو د معلوماتو د چمتوکولو په برخه کې له خبریالانو سره مرسته وکړی.
ښاغلی غنی د پارلمانی ټاکنو ترسره کېدو ته په اشارې سره چې ټاکل شوې د راتلونکې اونۍ د شنبه په ورځ ترسره شی، د هغې پر رڼوالی ټینګار کړی وویل چې دولت هیڅکله په ټاکنو کې د لاسوهنې هوډ نه لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87982

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *