د حکومت ۲۵۰ کسیز نوملړ دخپرېدو په اړه د طالبانو غبرګون

  • خپرول: ۲۸ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 113119

طالبانو د قطر په غونډه کې له دې ډلې سره د سولې خبرو لپاره د افغانستان دولت پلاوی د ۲۵۰ کسیز نوملړ د خپرېدو په غبرګون ټینګار کړی چې ددې نوملړ له ډلې یوازې محدود سیاسی شخصیتونه او قومی مشران به په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړی.
ددې ډلې په اعلامیه کې راغلی: ددې کنفرانس ترسره کوونکو په کتبی ډول په مستقیمو خبرو کې ټینګار کړی چې هیڅ څوک په دې کنفرانس کې د افغانستان له حکومته استازیتوب نه کوی، د مسکو په څېر که کوم چا نوم په دې نوملړ کې وی، هغه شخص به په شخصی ډول ګډون کوی او خپل شخصی نظر څرګندوی. هیڅ څوک نشی کولای د کابل له حکومته استازیتوب وکړی.
طالبانو په دې اعلامیه کې د قطر په غونډه کې د حکومت پلاوی د ۲۵۰ کسیز نوملړ د خپرېدو په غبرګون ټینګار کړی چې ددې کنفرانس ترسره کوونکی هوډ نه لری چې دومره شمېر کسان یوازې له کابله ومنی او نه هم په دې ډول ناستو کې داډول ګډون دود دی بلکه ددې نوملړ له ډلې یوازې د هغو شخصیتونو او قومی مشرانو نومونه په وروستی نوملړ کې شتون لری او یوازې دول ګډون کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113119

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *