د حکمتیار سیاسی فعالیتونه غیر قانونی دی

  • خپرول: ۲۷ عقرب ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 39289

د هېواد عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د دری نیوز خبریال سره په مرکه کې ویلی : د حزب اسلامی مشر په توګه د ګلبدین حکمتیار سیاسی فعالیتونه ، د اساسی قانون او د ګوندونو قانون سره په ټکر کې دی.
دی څرګند کړ : د حزب اسلامی په چوکاټ کې د حکمتیار غیرقانونی فعالیتونو په اړه دوه لاملونه شتون لری . لومړی داچې په هېواد کې د شته قوانینو له مخې ، هغه وسله والې ډلې چې د دولت سره یوځای کېژی ، یوازې په هغه صورت کې کولای شی خپل حزبی او سیاسی فعالیتونو ته دوام ورکړی چې خپل ټول پوځی فعالیتونه لیری کړی. داپه داسې حال کې ده چې د حکمتیار پوځی فعالیتونه تردې دمه پرخپل ځای پاتی دی او نه دی لغو شوی .
د افغانستان عدلیې وزیر د دری نیوز سره په مرکه کې ویلی : بله ستونزه چې د حزب اسلامی مشر په توګه د حکمتیار په فعالیتونو کې شتون لری هغه داده چې دغه ګوند وړاندې د عبدالهادی ارغندېوال په نوم ثبت شوی نو له همدې امله دغه ګوند یوازې د ارغندېوال په نوم رسمیت لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=39289

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *