د حوثیانو په واسطه د ابوظبی پر هوایی ډګر باندې د بې پیلوته الوتکې په واسطه برید د اماراتو اندېښنې را پارولی

  • خپرول: ۷ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 73043

د حوثیانو په واسطه په ابوظبی کې پر نړیوال هوایی ډګر باندې له برید وروسته، اوس مهال عربی متحده امارات د بې پیلوته الوتکو د ضد سیسټمونو د رانیولو په هڅه کې دی.
د فوربس مجلې په یو راپور کې لیکلی: یو اسټرالیایی شرکت په دې وروستیو کې د بې پیلوته الوتکو ضد سیسټمونو د رانیولو په موخه د منځنی آسیا له هېوادونو څخه ځینې غوښتنې ترلاسه کړی دی.
دغه شرکت په ورته وخت کې ددغو هېوادونو نومونو ته اشاره نده کړې.
دغې مجلې د ابوظبی نړیوال هوایی دګر ته د پوځ او ولسی کمېټو د بې پیلوته الوتکې برید ته په اشارې سره لیکلی: دا پېښې تاییدوی چې د یمن حوثیان د تېرو دریو کالو په پرتله عربستان او اماراتو لپاره ډېر خطرناک شوی دی.
د یمن ولسی کمېټو او د پوځ ځواکونو تېرې پنجشنبه په ورځ اعلان وکړ چې د ابوظبی نړیوال هوایی ډګر یې د بې پیلوته الوتکې په واسطه موخه ګرځولې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=73043

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *