د حمدالله محب وروستیو څرګندونو په اړه د اتمر کلک غبرګون

  • خپرول: ۴ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 105862

د ملی امنیت شورا پخوانی سلاکار او د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې مشر حنیف اتمر ددې شورا د بهرنیو کارکوونکو تخواوې د بندېدو په اړه د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب څرګندونې ناسم او امنیتی ځواکونو ته سپکاوۍ وباله.
محب په دې وروستیو کې ادعا کړی چې د ښاغلی اتمر په دوره کې د ملی امنیت شورا ځینو کارکوونکو له سفارتونو تنخواوې ترلاسه کولې، له همدې امله دولت او هېواد ته ددوی ژمنتیا تر پوښتنې لاندې راځی.
په همدې حال کې د ښاغلی اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ډلې مطبوعاتی دفتر د ښاغلی محب دغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او ویلی یې دی چې د ښاغلی محب دا څرګندونې او دده له خوا وړاندې شوی معلومات ناسم دی او د هېواد امنیتی ځواکونو ته سپکاوۍ بلل کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105862

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




9 + 1 =