د حمدالله محب له خوا د استعفا راپورونو ردېدل

  • خپرول: ۲۹ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 109350

د افغانستان د ملی امنیت شورا دفتر د افغانستان د ملی امنیت د سلاکار حمد الله محب د استعفا راپورونه رد کړل.
د دې شورا مرستیال ویاند عبدالکبیر واثق ازادی راډیو ته وویل چې په‌دې اړه خپاره شوی ټول خبرونه تشې اوازې او ښاغلی محب خپلې دندې ته دوام ورکوی.
تېره شپه داسې راپورونه خپاره شول چې ګوندې د افغانستان د ملی امنیت د شورا سلاکار حمد الله محب له خپلې دندې استعفا ورکړې، خو د ولسمشر اشرف غنی له لوری نه‌ده منل شوې.
داسې هم ویل کېدل چې د ښاغلی محب پرځای ښایی د افغانستان د سولې د عالی شورا د درالانشاء رئیس محمد عمر داوودزی وټاکل شی او ښایی حمدالله محب هندوستان ته د افغان سفیر په توګه واستول شی.
دا په‌داسې حال کې ده چې تېره ورځ روېټرز اژانس د یو شمېر امریکایی چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا یوه جګ‌پوړی ډیپلوماټ ولسمشر محمد اشرف غنی ته ویلی چې امریکایی چارواکی له دې وروسته له ښاغلی محب سره اړیکې ختموی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109350

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *