د حزب اسلامی ۷۵ بندیان له بند څخه خوشی شول

  • خپرول: ۲۱ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 41066

حکومت، د حزب اسلامی ۷۵ بندیان چې د کابل څرخۍ پله په زندان کې د بېلابېلو جرمنو په تور بندیان ول، د پنجشنبه په ورځ خوشی کړل.
تردې وړاندې ځینو سیاسی څېرو ددغو کسانو د خوشی کېدو په اړه نیوکه کړې وه.
د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار استازی ددغو کسانو د خوشی کېدو پرمهال وویل چې ددغه ګوند زندانیان د ګواښ، امنیت او کورنیو جرمنو په ترسره کولو تورن ول چې د هوکړې له مخې، ددغو کسانو د خوشی کېدو شاهد یو.
د حزب اسلامی مسولینو ویلی چې ټاکل شوې وه ددغه ګوند ۲۰۰ کسان چې سیاسی بندیان دی، خوشی شی چې د رامنځته شویو ستونزو له امله، یوازې ۷۵ بندیان خوشی شول.
داپه داسې حال کې ده چې ددغو بندیانو د خوشی کېدو بهیر، څو ځلې د بشری حقونو یوشمېر دفاع کونکو بنسټونو د نېوکې له امله، ځنډول شوی وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41066

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *