د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان دامیر مرحوم مولوی محمدنبی محمدی د کورنۍ له لوری د تسلیت او تعزیت پیغام

  • خپرول: ۱۵ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 81621
د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان دامیر مرحوم مولوی محمدنبی محمدی د کورنۍ له لوری د تسلیت او تعزیت پیغام

الحمدلله الذی جعلنا امه الجهاد، وجعل دیننا دین الجهاد، و اعز من استقاموا منا علی الجهاد، واذل من انحرف عن محجه الجهاد، والصلوه والسلام علی قائد المجاهدین و علی اله واصحابه اجمعین.
اما بعد قال الله تعالی : إِنَّ الَّذِینَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلَائِکَهُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّهِ الَّتِی کُنْتُمْ تُوعَدُونَ(۳۰) حم السجده.

څرنګه چې د نړۍ پر مخ ټول انسانان په څرګندو او واضحو حقیقتونو کې له ژورو اختلافونو سره سره په دې یواځنی حقیقت اتفاق لری چې مرګ حتمی راتلونکی دی، هر څوک به په خپله ټاکلې نیټه له دې فانی نړۍ څخه مخه ښه کوی، بناءً موږ مسلمانان او په دین مین افغانان د الله جل جلاله په دې ارشاد چې ( کل نفس ذائقه الموت) باندی پوره ایمان او باور لرو، دا دنیا د موقت ژوند او امتحانونو کور ګڼو، که په همدې امتحانونو کې څوک کامیاب شو افتخار او ابدی نیکمرغی یې بولو او ناکامی یې د افسوس او حسرت ځای دی.

داچې د افغانستان د دوو مقدسو جهادونو سالار، د افغانستان د تاریخ په آسمان ځلاند ستوری، ستر غازی، د ډګرونو اتل، د لسګونو مبارکو شهیدانو مربی او وارث او د علم او عرفان لوی غر جناب مولانا جلال الدین حقانی رحمه لله خپل امانت روح الله جل جلاله ته سپارلی ، موږ د هغه مرحوم همسنګرانو د افغانستان اسلامی امارت مشرتابه، د مرحوم مولوی صاحب مجاهدی کورنی، قریبانو، خواخوږو، د افغانستان مجاهد ملت او مسلمه امت ته په ډېر درناوی د تسلیت او تعزیت مراتب وړاندی کوو، موږ په دې باور یو چې هغه مرحوم د ژوندانه ټول ازمایښتونه په پوره بریالیتوب پای ته رسولی او خپل رب ته بریالی ورغی.

مرحوم حقانی صاحب الحمدلله د ژوند ټول مراحل یواځی د لوی خدای جل جلاله د مقدس دین په خدمت کې تېر کړی دی ، موږ ټول د هغه (رحمه الله) په خدمتونو ویاړو او د هغه د ژوند هره مرحله د ځانونو او راروانو نسلونو لپاره نیغه حقانی تګلاره ګڼو. د هغه د زده کړو، امامت، تدریس او د وارسا او ناټو په وړاندی د سپیڅلی جهاد ټولی ستړی دورې په اسلامی او افغانی تاریخ کې د افتخاراتو عظیم بابونه دی۔

مرحوم حقانی صاحب پہ شمول د مرحوم خالص بابا او زموږ‎ والد صاحب مرحوم مولوی صاحب محمد نبی محمدی له هغو علماؤ او جهادی رھبرانو څخه وو څوک چې نه تنها د خپل اخلاص او پاک نیت په برکت له خپلمنځی اختلافونو ګوښه پاته شول بلکه ورسرہ یی په جګړو کې د ښکېلو جهتونو تر منځ یې د اختلافونو د لمنځه وړلو لپاره هلی ځلی نه هیرېدونکی او د قدر وړ وګرزیدې.

مرحوم حقانی صاحب تر شا داسی خلف پرېښودل چې د ټولی کفری نړۍ د سترګو اغزی دی ، د الله په لاره کې هری قربانی ته لکه مرحوم حقانی صاحب تیار دی او د افغانستان مسلمان ولس د هغوی په مبارزه افتخار کوی.
حقانی صاحب رحمه الله یواځی دا نه چې د افغانستان د مسلمان مجاهد ولس سرلاری مجاهد و، بلکه په علمی او عرفانی ډګرونو کې یو منل شوی باعمله علمی او عرفانی شخصیت وو، د تقوی، دیانت، شجاعت، ایثار، سخاوت او سیاست یوه لویه هستی وه.

موږ به انشاء الله د حقانی صاحب مرحوم وروستی دوه وصیتونه په پوره درک او اخلاص عملی کوو او هیله لرو چې ټول مجاهد ملت یې په عملی کولو کې پوره اخلاص ترسره کړی، د لوی رب جل جلاله څخه د حقانی صاحب د اوږدې او نه ستړی کېدونکی مبارزې په هر قدم د لویو او عالی درجاتو غوښتونکی یو او د ستر حقانی صاحب درنې او مجاهدی کورنی، خپلوانو، خواخوږو، د افغانستان مسلمان ملت او مسلمه امت ته عظیم اجر او جمیل صبر غواړو.

د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان د امیر مرحوم مولوی محمد نبی محمدی کورنی

۱۴۳۹ / ۱۲ / ۲۵ هـ ق
۱۳۹۷ / ۶ / ۱۴ هـ ش
۲۰۱۸ / ۹ / ۵ م

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=81621

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *