د حامد کرزی په کوربه توب د لوی ملی ایتلاف او د حراست او ثبات شورا د مشرانو غونډه

  • خپرول: ۱۵ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 74952

د جمعیت اسلامی اجرائیه رئیس عطا محمد نور او د افغانستان لوی ملی ائتلاف په نوم د سیاسی ائتلاف غړی عطا محمد نور وایی له پخوانی ولسمشر حامد کرزی او نورو سیاسی مشرانو سره د کتنې پر مهال د هېواد په اړه مهمې پرېکړې کړې دی.
ښاغلی نور په دې اړه نور جزئایت ورنه کړل خو په یوه بیان کې ویلی چې د افغانستان لوی ملی ائتلاف مشرتابه له پخوانی ولسمشر او د حراست او ثبات له یو شمېر مشرانو سره کتلی.
خبرپاڼه زیاتوی، چې دغه ناسته د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دفتر کې جوړه شوې وه.
د ښاغلی نور په وینا، د غونډې ګډونوالو د هېواد د یو شمېر مهمو مسایلو په اړه بحث او خبرې کړی او په پایله کې یې د یو شمېر مهمو ملی مسایلو په اړه پرېکړې هم نیول شوی.
د افغانسان پخوانی ولسمشر حامد کرزی تر دې مخکې ویلی و چې د افغانستان د لوی ملی ائتلاف له اهدافو څخه کلک ملاتړ کوی.
نوموړی په یوه بیان کې ویلی و چې ”د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د افغانستان د لوی ملی ائتلاف له اهدافو څخه چې د مختلفو سیاسی ګوندونو، ولسی شوراګانو، مدنی ټولنو او د بېلابېلو ولایاتو د نمایندگانو په ګ‌دون جوړ شوی او د افغانانو ترمنځ د اتحاد او اتفاق د تقویت او په هېواد کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کېدو هڅه کوی، خپل کلک ملاتړ اعلانوی. “
خبرپاڼه زیاتوی ”حامد کرزی هیله څرګندوی چې د افغانستان ټول خلک د دغه شان مشترکو هڅو له لارې په هېواد کې د پردیو لاس وهنو او د افغانانو ترمنځ د نفاق اور ته د لمن وهلو مخه ونیسې او د دې باعث شی چې د افغانانو ملی یووالی او ملی حاکمیت لا ټینګ، ولسواکی تقویت ، په هېواد کې سوله تامین او د شفافو، عادلانه او سرتاسری ټاکنو لپاره زمینه برابره شی. “

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=74952

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *