د جیش محمد ډلې دوه غړی په ننګرهار ولایت کې نیول شوی

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 104350

د افغانستان د ملی امنیت ریاست وایی، په ننګرهار کې یې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرې جیش محمد ډلې دوه غړی نیولی دی.

دغه ریاست نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دغه دوه تنه پاکستانی اتباع یاد کړی چې په وینا یې، پر ډیپلوماتیکو اهدافو د حملو لپاره افغانستان ته را استول شوی وو چې خپل هدف ته تر رسېدو مخکې ونیول شول.

د ملی امنیت ریاست وایی، دواړو تورنو اعتراف کړی چې دوه میاشتې ورته په بلاکوت مانسهره او په تیرا کې د حملو روزنه ورکړل شوې وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104350

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




9 + 1 =