د جهادی او ملی ګوندونو شورا، په مشورتی لویه جرګه کې له ګډون څخه بایکاټ کړی

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: خامه پرس
  • د خبر شميره: 112796

د جهادی او
ملی ګوندونو د شورا غړو، پیر سید حامد ګیلانی، نجیب الله مجددی، جنرال جرات، سردار
محمد روشن، وحیدالله سباوون، او د نورو جهادی ګوندونو استازی چې د افغانستان ملی
پیوند ګوند د مشر  او د دې شورا د مشر تابه
غړی  ښاغلی سید منصور نادری په کور کې را
غونډ شوی وو، پرېکړه کړې چې په مشورتی لویه جرګه کې چې د ولسمشر غنی له لوری
جوړیږی، ګډون نه کوی.

د دغې شورا
له لوری چې کومه اعلامیه رسنیو ته استول شوې ده پکې راغلی، د مشورتی لویې جرګې
ترنوم لاندې کومه جرګه، چې د ولسمشر غنی له لوری جوړیږی، یو فرمایشی جرګه ده، عامه
اذهانو د تېر ایستنې او ولسمشریزو ټاکنو ته دخلکو د پاملرنې ور اړولو په موخه
ترسره کیږی.

اعلامیه کې راغلی:” دغسی نا سنجول شوې جرگه له ټاکنیز
کمپاین څخه ماسیوا بله کومه انګیزه او مانا نه لری، د دې جرګې جوړیدا د هېواد او
خلکو له ګټو سره په ټکرکې ده، د دې شورا غړی په افغانستان کې د سرتاسری او تلپاتی
سولې لپاره ژمن دی”.

دا په داسې
حال کې دی چې تر دې مخکې د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندانو لکه ډاکټر عبدالله
عبدالله، محمدحنیف اتمر، رحمت‌الله نبیل، احمد ولی مسعود او فرامرز تمنا هم له دغې
جرګې څخه بایکاټ اعلان کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112796

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *