د جلال اباد – تورخم لویې لارې خلاصېدل

  • خپرول: ۲۲ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 83252

د ننګرهار ولایت مقام وایی د ننګرهار والی حیات الله حیات په هلو ځلو د سولې ولایتی کمیټې مشر حاجی ملک نظیر په مشرۍ جوړې شوې کمیټې د پرېکړو وروسته د مومندرې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې د شینوارو د مخورو او ځوانانو لاریون پای ته ورسید او د جلال اباد ـ تورخم لویه لاره یې د ترافیکو پرمخ پرانیسته .
ښاغلی حیات وویل، چې د پرېکړې له مخې یې د سیمه ییزو پولیسو مشر بلال پاچا د دوو وروڼو میرویس او جلیل سره یو ځای نیولی او پولیسو ته یې امر وکړ،چې د کمیټې د پرېکړې له مخې د دوی پلار جلال پاچا هم ژر تر ژره ونیسی .
د ننګرهار ولایت مقام له لوری په خپره شوې خبرپانه کې راغلی، چې د ننګرهار مخورو ته ډاډ ورکړ، چې هغه حکومتی مسؤلین چې په دنده کې یې عفلت کړی، هم ورسره قانونی چلند ترسره کړی او ژر تر ژره به د اچین د سیمه ییزو پولیسو د مشر، د هغه د وروڼو او پلار دوسیې څارنوالۍ ته ولیږی او د خلکو پر وړاندې به یې د مراحلو تر بشپړیدو وروسته علنۍ محاکمه ترسره کړی، خو ټینګار یې وکړ،چې د تورن کسانو په اړه د لا زیاتو شواهد په شریکولو کې له اړونده ارګانونو سره مرسته وکړی .
ننګرهار والی په ډاګه کړه، چې د لاریون اړوند ټولې قضیې به په هر اړخیز ډول وڅېړی او د قانونی کړنو په ترسره کولو سره به ولسونو سره مالومات شریک کړی.
د ولایت مقام له مخې، د سرحدی ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خیل،د ملی اردو څلورمې پلې لوا درستیزوال،د ملی امنیت ریاست اطرافی مرستیال،مومندرې امنیه قوماندان او ټولو اړونده امنیتی ارګانونو د وروستیو هڅو څخه ستاینه او قدردانی وکړه .

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83252

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *