د جرگې په ناسته کې د ملی امنیت مشر مرستیال ته د ننه کېدو اجازه ورنه کړل شوه

  • خپرول: ۸ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 51181

په هېواد کې د وروستیو ناامنیو په دوام، څو تنه امنیتی چارواکی د ځواب ویلو په موخه جرګې ته راوبلل شول. د ملی دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د حاضرېدو سربېره، د ملی امنیت مشر معصوم ستانکزی دې ناستې ته حضور ونه موند او پرځای یې د یاد وزارت عملیاتی مرستیال صبور قانع جرګې ته لېږل شوی وو چې د استازو له لورې ده ته د ننه کېدو اجازه ورنه کړل شوه.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ناامنیو زیاتوالی، د ځانمرګی بریدونو زیاتوالی او د ټاکنو ترسره کېدو لپاره د امنیتی تدبیرونو نیول کېدل د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د استجواب له لاملونو څخه بلل شوی دی.
که څه هم د دوه تنه امنیتی چارواکو استجواب په پټه توګه ترسره شو او خبریالانو ته ددې ناستې جزیاتو په اړه څه نه دی ویل شوی خو ښاغلی ستانکزی جرګې ته د یو مکتوب په لېږلو سره ویلی چې د قزاقستان یو جګپوړی پلاوی سره د لیدنې له امله نشی کولای د جرګې نن ورځې په غونډه کې ګډون وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=51181

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *