د جرګې په وروستیو کاری ورځو کې ۵ وزیران استیضاح کېږی

  • خپرول: ۲۶ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 94313

ولسی جرګه راتلونکې اونۍ په خپلو وروستیو کاری ورځو کې د ټولګټو، عدلیې، له نشه یی توکو سره د مبارزې، ټرانسپورټ او مخابراتو وزیران په ۱۳۹۶ کال کې د بودجې اویا سلنه برخې د نه مصرف له امله استیضاح کوی.
د اطس خبری سرچینې د راپور له مخې، د افغانستان ولسی جرګې د قوس په ۳مه د ۱۳۹۶ کال قطعیه راپور رد کړ او اعلان یې وکړ د هغو بنسټونو مسولین چې دخپلې پراختیایی بودجې له اویا سلنو لږه برخه لګولی، استیضاح کېږی.
قطعطه حساب هغه راپور دی چې د یو کال په ترڅ کې د بودجې د پلی کېدو او مالی حالت څرنګوالی ښیی او د بودجوی برخو له خوا جوړېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=94313

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *