د جرګې مشر له لارې د ۵ میلیون افغانیو د بېرته سپارلو تروقته پورې د لس ورځنۍ غړیتوب د ځنډېو څخه د پارلمان شنبه ورځې پرېکړې

  • خپرول: ۱۳ عقرب ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 38778

د جرګې شنبه ورځې په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمی هغه پنځه میلیون افغانی چې وړاندې د جرګې له بودجې څخه په ناقانونه اخستی وو ، بېرته ورکړی. همداراز د جرګې د دارلانشا مشر خدای نظر نصرت د مالی فساد په تور لوی سارنوالی ته پېژندل شوی دی.
د ولسی جرګې د حقیقت موندنې ځانګړی کمیسیون چې څه موده وړاندې په جرګه کې د فساد شتون ادعاګانې د څېړنې په موخه ټاکل شوی وو ، نن خپله پرېکړه اعلان کړه.
ددغه کمیسیون د پرېکړې له مخې ، د جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمی باید د فساد ترسره کولو په خاطر ۵.۳ میلیون افغانی د دولت خزانې ته ورکړی چې دده له لورې هم منل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=38778

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *