د جرګې استازی : ارګ د فساد اصلی مرکز دی

  • خپرول: ۲۲ میزان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 38077

د جرګې استازو د ولسمشر څرګندونو په وړاندې چې نوماند وزیرانو ته یې امر کړی ترڅو د باور رایه اخستو په موخه د جرګې استازو ته پیسې ورنه کړی ، غبرګون ښودلی او ویلی چې د فساد اصلی مرکز ولسمشری ماڼۍ دی او ولسمشر نباید د مقننه قوه په فساد تورن کړی.
په جرګه کې د خلکو استازو څرګند کړل چې هغو نوماند وزیرانو ته چې جرګې ته پېژندل کېژی د فساد طرح په ارګ کې نیول کېژی او ولسی جرګې ته د ستر سپکاوۍ په وړاندې به چوپ پاتی نشی.
په جرګه کې د خلکو استازی محمد نعیم لالی حمد زی وایی : “ ولسمشرخپلو وزیرانو ته ویلی چې که په پارلمان کې بډه ورکړﺉ ، تاسې د کابېنې څخه لیری کوم ، چې دا کار سپکاوۍ دی او ګن شمېر پیسې دی چې په ارګ کې بې ځایه لګول کېژی.”
په جرګه کې د کابل استازی جعفر مهدوی هم څرګند کړ چې : “ د ولسمشر له لورې د مقننه قوې تورن کول ستره سپکاوۍ ده او نباید په دې برخه کې چوپتیا غوره کړو او ولسمشر باید په دې برخه کې ځواب ویونکی وی او د فساد ستر مرکز په ولسمشری ماڼۍ کې دی ، نه د ملت په کور کې .”
د جرګې یوبل استازی عبدالرحمن رحمانی هم زیاته کړه چې: “ د فساد طرح په ارګ کې ترسره کېژی او ولسمشر د وزیرانو د ټولو معاملو څخه پوهاوۍ لری او باید پوه شی چې د فساد لاملین کوم چا دی ، خو چوپ دی .”
په همدې حال کې د ولسی جرګې لومړی مرستیال ټینګار کوی ، په داسې حال کې چې په ارګ کې پراخ فساد شتون لری ، خو ولسمشر د ملت ګور په فساد تورن کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=38077

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *