د ثبت شویو کوچیانو له ډلې څخه پنځوس سلنه یې رایه نشی ورکولای

  • خپرول: ۱۸ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87761

د کوچیانو چارو ریاست وایی د ټاکنو قانون ته په کتو هغو کوچیانو چې د رایو لپاره نومونه لیکلی، پنځوس سلنه یې رایه نه‌شی ورکولی.
د دې ریاست ویاند عبدالله واحدیار وایی، ټاکنې په داسې وخت کې را ورسېدلې چې ګڼو کوچیانو له یخو سیمو نه ګرمو سیمو ته کډې کړې دی.
هغه وویل، د ټاکنو کمیسون د دې قانونی مادې پر اساس چې رایه ورکوونکی باید په هغه مرکز کې رایه ورکړی، چې چېرته یې نوم لیکنه کړې وی.
د ټاکنو کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وایی دوی د کوچیانو له مشرانو او استازو سره هوکړې ته رسېدلی او هغوی منلې چې کوچیان به هم د دې قانون تابع وی.
د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ هم وایی چې دوی دا اندېښنه د ټاکنو کمیسیون له مسؤلینو سره شریکه کړې ده.
د دې بنسټ اجرایئوی مشر یوسف رشید وایی د ټاکنو کمیسیون باید ژر تر ژره هغه کوچیان معلوم کړی چې ځایونه یې بدل کړی دی او په نوی ځای کې ورته د رایه اچونې حق ورکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87761

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *