د تېرو ۱۰ کلونو په ترڅ کې څه بندې ۷۵ زره ملکی وګړی وژل شوی

  • خپرول: ۲۹ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 121802

د افغانستان د بشری حقونو کمیسیون مرستیال ایوب اصیل د تېرو لسو کالو په ترڅ کې ددې هېواد ملکی وګړو د مرګ ژوبلې شمېره وړاندې کړه.
ده زیاته کړه: ددې کمیسیون د شمېرو له مخې د تېرو لسو کالو په ترڅ کې څه باندې ۷۵ زره او ۳۱۶ ملکیان د جګړې له امله وژل شوی دی.
ده ددې مطلب د څرګندولو ترڅنګ چې په افغانستان کې د جګړې دوام د ملکی وګړو د وژل کېدو او په دې هېواد کې د بشری حقونو ارزښتونو د نقض لامل شوی، د جګړې له ښکېلو خواو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د جګړې پای په موخه هڅې وکړی.
د افغانستان د بشری حقونو کمیسیون مرستیال زیاته کړه: د بشری حقونو ارزښتونو په پام کې نیولو پرته په افغانستان کې د سولې ټینګښت ناشونی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=121802

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *