د تعلیم ارزښت/ اصف بهاند

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 4724

د هغو خلکو او قوم تباهی ډیره نږدې ده چې له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځی او پوهنځی نه ځان لرې ساتی!

د ۲۰۱۷ عیسوی کال د فبرورۍ په دریمه نیټه په میډیا کې له پکتیکا څخه د هغې یوازینۍ متخصصې ډاکترې د بیرته وتلو خبر خپور شو چې د هغې سیمې د نیم میلیون وگړو له پاره یې د «ایک انار، سو بیمار» په ډول کار کاوه، دا چې د خلکو دې خدمتگارې په پکتیکا کې خپله دنده د کومو دلایلو او ستونزو له مخې ودرلوله او یا بیرته ورځې که نه ورځې، زه نه پرې غږیږم، دلته اصلی پوښتنه دا ده چې، په داسې یوه سیمه کې چې نیم میلیون وګړی په کې ژوند کوی، ولې په دې نیم میلیون وگړو کې یوه ډاکتره نه شته، سم ښونځی نه شته، یوه ښځینه ښونکې نه شته او ولې دا سیمه او د دې سیمې خلک له تعلیم سره داسې مرور دی، دلایل به یې کوم وی؟

سره له دې چې په لسگونو ځلې نه، په سلگونو ځلې هم نه، بلکې په زرگونو ځلې د مطالعې، زدکړو اوتعلیم مهم والی په نظری او عملی ډول ثابت شوی دی، خو زموږ ځینې هیواد وال بیا هم خپلې لوڼې او زامن ښوونځی ته له تګ نه منع کوی.

ما (آصف بهاند) پاسنیو ستونزو ته په پام سره، د ۲۰۱۶ کال په پنځمه میاشت کې د «چیرې چې ښوونکی نه وی» تر سر لیک لاندې یوه مقاله ولیکله او په تاند او افغان جرمن آنلاین کې د یادې میاشتې په دیارلسمې نیټې خپره کړه. په دې مقاله کې د همدې میرمنې یادونه هم شوې ده او ځینو نورو تعلیمی ستونزو او د زدکړو او ښوونځی پر ارزښت او مهم والی هم خبرې شوې دی. اوس غواړم د نیم میلیون وگړو د یوازینۍ ډاکترې د مرورتیا او پخلاینې په مناسبت یو ځل بیا دا مقاله د درنو لوستونکو مخې ته کیږدم، گوندې یو وار یې سترگې پرې ولگیږی او د تعلیم ارزښت ته یې پام شی:    

چیرې چې ښوونکی نه وی

د هغو خلکو او قوم تباهی ډیره نږدې ده چې له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځی او پوهنځی نه ځان لرې ساتی!

په ټوله نړۍ کې دا یوه منل شوې خبره ده چې: چیرې چې ښونکی وی، هلته ډیوې وی، هلته رڼا وی او چیرې چې ښونکی نه وی، هلته نه ډیوې وی او نه د رڼا څرک.

یو وار مې په کابل کې د بی بی سی د تعلیمی پروژو(نوی کور، نوی ژوند) د خپرو کړو کتابونو له ډلې نه یو کتاب ولید چې عنوان یې و: «چیرې چې ښوونځی نه شته» دا کتاب مې واخست، له کابل نه مې اروپا ته، ډنمارک ته له ځان سره راوړو، ومې لوست، ګټور کتاب و او د لوستلو پر مهال مې ټولې هغه سیمې لکه بریښنا له نظره تیریدی چې د تورو غرونو دیوال ور نه را تاو و او له هغه دیوال نه بل خطر ناک د نا پوهۍ غیر مریی دیوال مې هم ور نه را تاو لیده، چې هغه سیمې په کې را ګیر دی.

دا چې چیرې ښونځی نه وی، غمیزه ده، خو اوس چې میډیا ثابته کړې ده چې په همداسې سیمو کې لا یوه ښځینه ښوونکې هم نه شته. دا نو باید داسې و انګیرل شی چې:

اوس خبره نوره هم پسې شړیدلې، چاړه له غوښې ور تیره او هډوکو ته رسیدلې ده.

اوس د ښوونځی د نه شتون کیسه پر ځای پاتې ده، خبره د ښونکو نه شتون ته رسیدلې ده، مانا دا چې په افغانستان کې په ځانګړی ډول په ډیرو پښتنی سیمو کې لا یوه ښځینه ښونکې هم نه شته.

که یې د نه شتون په دلایلو پسې لټه وشی بیا هم دا خبره مخې راځی چې: «څه ژرنده پڅه او څه غنم لامده» یعنې څه دولت جان؟ ملامت او څه هم د ټولنې او خلکو وروسته پاتې والی. په دولت کې د ښې او سالمې ادارې نه شتون دا زمینه برابره کړیده چې معارف د قاتل او غله په لاس کې وی. د معارف پیسې د دولت لوړ پوړو چارواکو په بډه وهلې دی او د خلکو د نا پوهۍ غم، خلک د کوم شی په لومه کې را بند دی چې هغه غیرت؟ نومیږی. یعنې دې غیرتیانو دومره د غیرت په ډندونو کې لمبلی دی چې یوه ښځینه تنفس کونکې هم، ښونځی او پوهنځی ته د تلو په نامه له کوره د باندې نه پریږدی؛ نو چې له کوره یې د باندې نه پریږدی؛ ښونکی، ښونځی، پوهه او پوهنځی خو کور ته ورتلای نه شی.

نو وه ماما! وه کاکا! وه پلاره! وه وروره! وه…!!!  زه څه درباندې وکړم؟ «چې نه ځې په شا به دې کړم، چې نه خورې څه به دې کړم؟»

د ۲۰۱۶ کال د می میاشتې په دولسمه نیټه مې د بی بی سی په پښتو او فارسی ویبپاڼو کې دا سر لیکونه تر سترګو شول:

ــ پکتیکا یوه ښځینه ښونکې هم نه لری،

ــ پکتیکا؛ ولایتی بدون معلم زن،

خدای حاضر دی خولې را باندې را ماتې شوې، وشرمیدم او ځان را ته له یوه سپین واښه نه هم سپک ښکاره شو. هڅه مې وکړه چې د «خود سانسورۍ» په سلسله کې ځان غلی ونیسم او ځان تیرباسم، خو و نه توانیدم. ځان سره مې و ویل چې سړیه د دې په مسؤلیت کې خو ته هم شامل یې.

په پکتیکا کې د یوې ښځینه ښونکې نه شتون، د لویې پکتیا یا لویې پکتیکا د نیم میلیون وکړو له پاره یوه ښځینه متخصصه او د دومره لویو او وړو ډله، ډله نا روغانو سره هم مهاله:

«د تورخم دروازه نن په دویمه ورځ هم تړلې وه»

نو د لویې پکتیا دا لوی والی په څه شی کې دی چې د الف بې د زدکړې له پاره یو ښځینه ښوونکی او یو د عادی ناروغ له پاره ډاکتر نه شته. داسې نه ده چې د هغې سیمې د ښخینه وو سرونه له وښو ډک دی او څه نه شی زده کولای، نه هغوی د «غیرت؟» په نامه له کوره د باندې نه پریښودل کیږی چې څه زده کړی، بیا ښونکی او ډاکتر ور نه جوړ شی.

دلته دی چې دا ثابتیږی چې غیرت او لوی والی یعنې د ښځینه مخلوق په کور کینول، له سواد او تعلیم نه یې را ستنول او بیا پر ټولو مریضانو باندې د غیرت د بې غیرتۍ تور ټیکری غوړول، پردی ملک ته یې بیول او د تداوۍ له پاره هغوی ته هم پیسې ورکول، هم غاړه ور ته پټول او هم زارۍ ور ته کول، دا شو غیرت !!

د غیرت د توری پاسنی تفسیر نور نا سم دی، اوس زمانه بدله شوې، هر څه بدل شوی دی، له تکنالوژۍ سره افکار او عینی ژوندون هم بدلون موندلی دی؛ موږ ته هم اړینه ده چې د زمانې له بدلون سره ځان بدل کړو، د پخوانی غیرت او پخوانیو افکارو له دایرې نه ځان را وباسو. دا غیرت نه دی چې موږ خپل نوی نسل، په تیره نجونې له زدکړو را ستنوو. د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم غیرت باید داسې تعریف شی: په هره کورنۍ کې چې ډیر تعلیم کړی ځوانان او پیغلې وې، هغه کورنۍ تر ټولو نورو دا غیرتی کورنۍ ده.

خو موږ دا څو پیړۍ لګیا یو د نا پوهۍ د تورو افکارو په دایره کې خپلې«ښځګلې» له زدکړو او تعلیم نه را ستنوو او هغه ته د غیرت نوم ورکوو.

زما وړاندیز خو دا دی چې:

ــ که د غیرت له نیلی نه را کوز شو او د سواد زدکړې، تعلیم ، ښونځی او پوهنځی دروازې وټکوو، دا به ډیره ښه وی،

ــ د لویې پکتیا له ډیر تکرار نه که لږ را ټیټ شو او د واړه ښونځی په حویلۍ کې د یو عادی سواد توری تکرار او زده کړو او خپل بچی د ښوونځی په لور ولیږو، څه موده وروسته به مو په کلی کور او ښار کې د ښونکو او ډاکترانو ‌‌‌ډلې ګرځی.

ــ د لویوالی او غیرت له دنګو منارو نه باید را ښکته شو او د تعلیم په واړه انګړ کې د سواد او پوهې ګدایی وکړو. دا به ډیره ښه وی، دا د رڼا پر لوری قدم اوچتول دی.

د غیرت مانا  داسې نه ده چې څوک د خپلې کورنۍ ښځینه مخلوق له درس، تعلیم، ښوونځی او پوهنځی نه را وګرځوی، که له روانی پلوه او څه چې زموږ په تاریخ کې موږ ته زموږ جغرافیای موقعیت او زموږ د ټولنې وروسته پاتې والی، د غیرت په نامه را په برخه کړی دی، کیدای شی هغه داسې تعریف شی:

«… افغانانو د خپل سیاسی اقتصادی موقعیت له امله خپل ناموسی حریم (ښځینه او کوچنیان)، عقیدوی حریم (مقدس ارزښتونه) اقتصادی حریم (زمکه ، کور او څاروی) له ګواښ سره مخامخ لیدل، د همدې لپاره به یې ټول عمر د دغو مهمو حریمونو د ساتلو لپاره د (غیرت) حس او غریزه عمومی کوله.

د ارواپوهنې له نظره غیرت د خصوصی حریم د ساتلو عقده او پټ ځواک دی چې د تاوتریخوالی لپاره غبرګونی ځواک رامنځته کوی. د غیرت غوښتنه دا وه چې د حریم ساتلو لپاره باید وسله په لاس کې وی، په دې توګه وسله د غیرت نښه وګڼل شوه او په وسله سنبال نارینه تر ټولو غیرتی نارینه ګڼل کېده.»

سره له دې چې ما د نوی نسل د روزلو په موخه د خپلو لیکلو مقالو په ډیرو برخو کې، د دې غمیزې له پیښیدو او رسوا کیدو نه لا پخوا، دې موضوع ته اشارې کړې وې. ما(آصف بهاند) د ۲۰۱۰ کال په نهمه میاشت کې د «اور او ګلان» تر سر لیک لاندې مقاله خپره کړه او په هغې مقالې کې مې دې موضوع ته ګوته نیولې وه چې که ښونځی او تعلیم نه وی، پایله به یې څه وی. څو کرښې یې دا دی:

«وګورئ ! که ښه حقیقت ته ځیر شو، بهرنیو هیوادونوته یې د کفر له ډاره نه لیږو، د وچوغرو لمن کې د قهریدلی شنه یا وریځ آسمان تر چتر لاندې، یا د پسونو، وزو او خرو په لکۍ پسې ټول عمر تیرولو سره خو د نوی عصر، نوی علوم زده کیدای نه شی او کله چې مو نوی علوم او فنون زده نه وی، نو له تمدن سره به بیګانه او له کاروان څخه به یې ډیر وروسته پاتې اوسو، بیا نو نه پښتنو ته څه کولای شو او نه هم پښتو او نه هم پښتنی فرهنګ ته.

له بده مرغه زموږ ښوونځی د کفر په تور یا سوځول کیږی او یا الوزول کیږی، ښوونکی او زده کوونکی مو یا په ډزو ویشتل کیږی یا حلالیږی او یا په دار ځړول کیږی. پښتنو د «نوکالج، نونالج» علمی مسا له هیره کړې ده. پخوابه روسی سکاد راکټ هم په پښتنی سیمو لګیده او اوس بی دوه پنځوس ډوله الوتکه هم په پښتنی سیمو بمونه غورځوی او وایی چې موږ اسامه لټوو، امریکایانو ستن په کاهدان کې اچولې او وایی چې موږ ستن لټوو. همدا اوس د جګړې ټول زور په پښتنی سیمو او پښتنو باندې دی، آ خوا هم پښتون وژل کیږی او دا خوا هم.

دغه راز له بده مرغه زموږ د دودیزې ټولنې ویاړ د علم او تمدن په ارابه پسې ځغا ستل نه دی، بلکې د دین په لمن پورې زوړندیدل دی، دا خبره د دې مانا نه لری چې په علم پسې تلل دې د دین د هیرولو په مانا وانګیرل شی. خپله دینداری به هم کوو او د علم زده کړه به هم نه هیروو.»

خو بیا هم باید غلی کینننو او د خپل مسولیت د بار د دروند والی په اندازه یو څه و وایو او یو څه وکړو، که بل څه نه شو کولای، حد اقل خپل غږ خږ وباسو.

په همدې سوچونو کې ډوب وم او پاڼې اړولې، چې په فیسبوک کې د تعلیم د عامیدو د یو لوی پلوی، ښاغلی رحمت الله تنها یو لیکلی مطلب مخ ته راغی چې د غیرتیانو؟ پر نا سمو او کږو لارو باندې د تګ انځور په کې ایستل شوی او په استادانه ډول نقد شوی هم و،

دغو غیرتیانو؟ ته د قلموالو، روڼ اندو او چیز فهمه قشر خولې او ستونی وشکیدل چې د خدای پار دی د غیرت په دغه ډنډ کې خوسا کیږئ، ور نه را و وزئ، خو چا ته وایی. د همدې چیغو، نارو، سورو یوه بیلګه د استاد تنها خبرې دی چې د همداسې خلکو په آدرس یې لیکلې دی. دا یې بشپړ متن دی:

«پښتون لالا غږ مې اورې که د اسرافیل شپېلی درته وغږوم ؟؟؟

زما استاد ډاکټر صیب غوری وایی په لویه پکتیا کې پوهنتونونو ته څېرمه د نجونو ښایسته او نوې لیلیې جوړې شوی خو یوه پښتنه پېغله په بسم الله نه پکې پیدا کېږئ، ټول د لرو پرتو سیمو ازبکې، تاجکې او هزاره خویندې محصلینې پکې اوسی، همدا حالت په لوی کندهار او لوی ننګرهار هم حاکم دی. دا تاجکې، ازبکې او هزاره پېغلې به فارغې سی، خپلو کلیو ته به ولاړې سې، هلته به نورې پېغلې تحصیل ته وهڅوی، بلاخره به دا سیمې ټولې باسواده سی، له معلمه نیولې تر ډاکټر او انجنیر به ټولې پکې وی خو ستا پېغله به په خوشایو کې پیدا، په خوشایو کې را لویه او په غوجله کې مړه سی. دا ټول ځکه چې ته غیرتی یې او خپل پت، غیرت او شمله د خوشایو په سمبالښت کې وینې!

پښتونه ! ایکې یوه لسیزه دې بله هم پکار ده، نور له خیره سره نابود یې، تباه یې، برباد یې، دا د ننګ او غیرت شمله به دې ډېر ژر له سره را کښته او د جولایتوب په پار تر ملا وتړې  مړه دې وی بېغرته غیرتیان!»

خو پښتون غیرتی یې نه اوری، ښاغلی تنها له دې نه هم په تنده لهجه حقیقت په عین آدرس په مخ کې ور ته ایښی دی، وګورئ:

« دووس خو نو ښکر نه لری!

په خپل کور او کلی کې ښوونځی او پوهنځی ته تلونکې نجلۍ فاحشه او کافره ګڼی خو خپله ناروغه تور سری یې بیا په لاس ګاډی کې د تورخم پر پوله پکیستانی ډاکټر ته ور روانه کړې وی

مړه دې وی بېغرته غیرتیان!»

سره له دې چې د دوی په اصطلاح مسلمان ورور؟ پاکستانی دا دوې که درې ورځې د تورخم دروازه ور ته تړلې ده او د غیرتی پښتون مریضه ښځه، بوډا پلار او په نسناستی خوارځواکۍ اخته ماشوم د تړلې دروازې تر شا د پاکستانی ملیشه رحم ته خوله جینګه جینګه کوی، خو خپله خور، خپله لور او خپله لمسۍ د غیرت په وجه درس ته نه پریږدی، او د خپل جهالت له مخې نه غواړی چې په خپل کور، کلی او ښار کې یې ډاکترانې، نرسانې او ښوونکې و رورزل شی چې دی خپله او د ده غیرت له سوال زارۍ او مرګ نه خلاص شی، نه! ده ته له هر څه نه خپل غیرت ډیر عزیز دی او ارزښت ور ته لری.

غیرتی لالا؟ د غیرت منارې لوړوی، تر سیوری لاندې یې ډانګ په لاس کینی، خور، لور او لمسۍ له تعلیم، ښوونځی او پوهنځی نه را ګرځوی او په دې ډول په خپل کور کلی او ښار کې د ډاکترانو، ښوونکو او… مخه نیسی؛ چې غیرت یې داغداره نه شی، خو بله ورځ یې خپله مریضه ښځه، خپله مریضه مور او نا روغه لور په شا کړی وی او پردیو ډاکترانو ته یې د مداوا له پاره په عذرونو سره ورولی، خو هغوی یې  دروازې پر مخ ور تړی.

دا هم د غیرت پایله!!!

د هغو خلکو او قوم تباهی ډیره نږدې ده چې

له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځی او پوهنځی نه ځان لرې ساتی!

اړوند مطالب


د تعلیم ډیوه/ پوهندوی آصف بهاند


د تعلیم ډیوه/ پوهندوی آصف بهاند


تعلیم، کتاب ویشنه، مطالعه او قلملار ټولنه/ پوهندوی آصف بهاند


تعلیم، کتاب ویشنه، مطالعه/ پوهندوی آصف بهاند

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=4724

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *