د ترکیې یوه پوځی هلیکوپټره د بېړنۍ ناستې پر مهال لوېدلې

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 104418

د ترکیې یوه پوځی هلیکوپټره د استانبول ښار په څنډو کې د بېړنۍ ناستې پر مهال رالوېدلې ده.

د ترکی چارواکو په خبره، لږ تر لږه څلور سرتېری په دې پېښه کې وژل شوی دی.

د استانبول والی علی یرلیکایا پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلی چې دغه UH-1 ډوله هلیکوپټره د فبرورۍ په یولسمه د استانبول په اسیایی برخه کې د استوګنیزو اپارتمانونو ودانیو ترمنځ لوېدلې ده.

د دې پېښې له کبله په سیمه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

دا په درېیو میاشتو کې دوهمه دا ډول پېښه ده چې په استانبول کې کېږی.

د استانبول انادولو د لویې څارنوالۍ دفتر وایی، تراوسه د دې پېښی علت معلوم نه دی او په اړه یې پلټنې پیل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104418

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *