د ترکمنستان ۲۲۰ کیلوولت برېښنا د غزنی سره ونښلول شوه

  • خپرول: ۹ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 40646

د غزنی ولایت چارواکی وایی ، د ترکمنستان ۲۲۰ کیلوولت برېښنا پروژه بېرته د غزنی ښار مرکز سره نښلول شوې ده.
د برېښنا شرکت مسولین وایی ، د ترکمنستان هېواد ۲۲۰ کیوولت وارداتی برېښنا دوې میاشتې وړاندې بشپړ شوې او د غزنی سره نښلول شوې وه خو د نښلونې څخه اته ورځې وروسته د میدان وردکو ولایت سید آباد ولسوالۍ د سلطان خیلو په سیمه کې هغه سیمه ایز مافیا چې غوښتل د حکومت او برېښنا شرکت څخه په یوډول باج واخلی ، پرې کړی او د هغې ۶۰۰ کېبلونه غلا کړی دی.
د برېښنا شرکت چارواکی وایی ، غیر مسوولو وسله والو کسانو د برېښنا شرکت کارکونکو ته هم د کار اجازه نه ورکوله او د کار پرمهال د برېښنا شرکت یو تن کارکونکی هم ددوی ډزې له امله سخت ټپی شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40646

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *