د ترکمنستان واراداتی برېښنا بېرته هرات سره ونښلول شوه

  • خپرول: ۱۲ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 40732

د افغانستان برېښنا شرکت مسولینو خبر ورکړی چې د ترکمنستان وارداتی برېښنا چې دوه شپې وړاندې پرې شوې وه ، بېرته ونښلول شوه.
د برېښنا شرکت د ېوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د افغانستان او پاکستان پلاوی ددغې ستونزې لمنځه وړلو لپاره خبرې کړی او تېرې شپې نهې بجې د دواړو خواو د هوکړې وروسته ، برېښنا بېرته ونښلول شوه.
ټاکل شوې د افغانستان یوه جګپوړی پلاوی د برېښنا بیې ټاکلو لپاره ترکمستان ته ولاړ شی.
ترکمنستان دوه شپې وړاندې د افغانستان لوېدېځ ته صادراتی برېشنا پرې کړه.
دغه وارداتی برېښنا د هرات ترڅنګ د فاریاب ، جوزجان او ارزګان ولایتونو ځېنې ولسوالۍ چې د هغې په بهیر کې پروت دی ، هم تر پوښښ لاندې لرله.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40732

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *