د ترافیک پولیسو ریاست اړونده ادارو دروازې دې د کمیشن کارانو پروړاندې بندې او د خلکو لپاره دې ریښتینې چوپړونه برابر شی.

  • خپرول: ۶ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 90730


دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمی نن د ترافیک پولیسو ریاست مسوولینو د کاری ستونزو د حل او راتلوونکو کاری چارو د لا ښه تنظیمولو په موخه د یاد ریاست مسوولینو او منسوبینو څخه د لیدنې پرمهال وکړې.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین وویل،”دا چې موږ د کورنیو چارو وزارت څلور کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق په موخه سوکه سوکه خپلو اساسی موخو ته د رسیدو په درشل کې یو نو د ترافیک پولیسو ریاست ته زما د راتګ موخه په یاد ریاست کې د فساد لمنځه وړل، د ترافیکو ریاست کاغذی سیستم په کمپیوټری سیستم بدلول، د ترافیک پولیسو ریاست په ټولو ادارو کې د پام وړ اصلاحات رامنځته کول او خلکو ته ریښتینې چوپړنو برابرول دی، زه هیله مند یم چې له دې وروسته نور خپلې دروازې د کمیشن کارانو پروړاندې کلکې وتړئ او د خلکو کار که په یوه ورځ کې نه کیږی په دوه ورځو کې یې ترسره کړئ خو خلک دې ته مه مجبورئ چې خپل اسناد کمیشن کارانو ته ورکړی”.

ښاغلی ابراهیمی د ترافیک پولیسو له کاری کړنو او لاسته راوړنو خوښی څرګنده کړه زیاته یې کړه”زما هیله له تاسی څخه په پاک زړه، پاکو لاسونو او پاکو ارادو سره کار کول دی، هغوئ چې پخوا یې فساد کړی خدای یې سزا ورکوی او تاسې یې وینئ چې په ډول ډول ناروغیو اخته کیږی، که تاسې په ریښتینې توګه د خلکو خدمتګاران یاست او ځانونه د دې باعزته ملت غړی بولئ نو په کومو سترګو په کومو لاسونو او په کومو زړونو بډو اخیستلو ته لاره هواروئ؟”

وروسته د ترافیک پولیسو ریاست رئیس او د ترافیک پولیسو مدیر د ترافیک پولیسو په ریاست کې د خپلو شوو کارونو او لاسته راوړنو په اړه خپل راپورنه د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین ته وړاندې کړل او ډاډ یې ور کړ چې د ترافیک پولیسو ریاست مسوولین به د کورنیو چارو وزارت له لارښوونو سره سم ګام په ګام د اصلاحاتو راوستلو او د فساد لمنځه وړلو لپاره کلکه مبارزه کوی.

پاتې دې نه وی چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمی د ترافیک پولیسو ریاست مسوولینو او منسوبینو څخه د لیدنې وروسته د یاد ریاست له یو شمېر ادارو او نوو جوړوشوو دفترونو څخه هم لیدنه وکړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=90730

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *