د تخار چارواکی: خواجه غار کې ١۵ وسله‌وال طالبان وژل شوی

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 120319

د تخار ولایت چارواکی وایی، په خواجه غار ولسوالۍ کې ١۵ وسله‌وال طالبان وژل شوی دی.

د تخار د والی ویاند محمد جواد هجری نن د چهارشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، وسله‌والو د ولسوالۍ پر بازار حمله کړې وه چې د افغان امنیتی ځواکونو له خوا په شا تمبول شوی دی.

هجری وایی، وروسته جګړه شوې چې په نتیجه کې یې ١۵ وسله‌وال طالبان وژل شوی او ١٠ تنه نور ټپیان شوی دی.

بل‌خوا د تخار ولایت د نمک اب ولسوالۍ لپاره د وسله‌والو طالبانو نظامی مسؤل وژل شوى دى.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر ازادی راډیو ته وویل چې د طالبانو پوځی مسؤل، ملا عبدالقیوم په هغو عملیاتو کې وژل شوى چې له دوو ورځو په نمک اب ولسوالۍ کې روان دی.

په بل خبر کې د ملی امنیت عمومی ریاست وایی، د هرات په کرخ ولسوالۍ کې په یوه جګړه کې ٢ پاکستانی وسله‌وال نیول شوى او بل یې وژل شوى دى.

د پروان ولایت امنیتی چارواکو بیا ویلی چې تېره شپه په بګرام ولسوالۍ کې د ملی امنیت په ځانګړو عملیاتو کې ٢ وسله‌وال طالبان وژل شوی او ٨ نور ټپیان شوی دی.

د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو له خوا عملیات شوی دی.

یوې امنیتی سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط ویلی، په دغو عملیاتو کې چې تېره شپه شوی ٣ وسله‌وال طالبان او یو ملکی وګړى وژل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120319

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *