د تحقیق اصول(۵برخه) لیکوال:سیداصغر هاشمی

  • خپرول: ۱۷ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 29400

 د تحقیق او تخلیق د عروج او نزول پړاوونه

د ارواپوهنې فردی تفاوتونو مفهوم دی، د نړۍ اکثرو انسانانو ذکاوتونه، احساسات، تخیلات، تاثر، ذوق او داسې نور هغه کړه وړه چې د انسان له دنننی او بېرونی جوړښت سره اړیکې لری توپیر لری. یو لیکوال به د تحقیقاتی کارونو ذکاوت لری او بل به د تخلیقاتی. یو به یو ډول ذوق لری او بل به بل ډول.

انسانان د ژوند په مراحلو کې فزیکی او معنوی توپیرونو سره مخامخ کېږی. دا چې ټول تحقیقاتی او تخلیقاتی کارونه د انسانانو پواسطه تر سره کېږی نو حتمی خبره ده چې د ده تحقیقاتی کارونو به د لوړوالی پړاوونه ته رسېږی او همدارنګه د ده په تخلیقاتو کې به تغیرات راځی.

دا موضوع حتمی ده چې د هر لیکوال او څېړونکې په کارونو کې مثبت او منفی تغیرات منځ ته راځی. کله به یې شاعری لوړو پوړیو ته رسېږی او کله کله به یې په ویناوو کې مخکینی تاثیرات نه وی. کله به د مبتدی لیکوال په ډول تحقیقاتی کارونه کوی خو د وخت او زمان په تېریدلو به ترې ښه څېړونکی جوړیږی.

تحقیق څه ته وایی؟

د نړۍ د پرمختګ له لاملونو یو اساسی لامل د څېړنې پرمختګ دی. څېړنه هغه ریاضت دی چې په ډېر کولو سره انسان لوړو پوړیو ته رسېږی.

ـ علمی څېړنه او پلټنه عبادت له هغې طریقې، لارې او روش څخه دی چې پلټوونکی او څېړونکی د علمی حقایقو د پلټنو، څېړنو، کشفولو او یا د یو علمی نظر د سم یا ناسم ثابتولو په خاطر ټاکی چې دا علمی حقیقتونه، پلټنې، څېړنې، اکتشافات، سم او ناسم نظرونه د دې طریقې، روش او لارې په ذریعه څرګند او بیا یې خلکو ته وړاندې کوی. (۱)

ـ ډاکټر نجم الاسلام وایی: (تحقیق د فکر له یو خاص انداز څخه وده مومی. موږ د یو شی په حقیقت و حکمت د ځان پوه کولو خوا ته مایل کوی او د بیاناتو د اصلیت په معلومولو مو اماده کوی، همدا د علم سرچینه ده او هم د علم د پیاوړی کولو وسیله ده.)(۲)

ـ (فی دلتاکپا)Phi Delta Kappa په یو تعریف کې ویلی دی:(څېړنه د یو ټاکلی موضوع په باب رښتینې، ژوره او عالمانه پلټنه ده، چې په هغه کې واقعیتونه، معناګانې او د تطبیق موارد هم تر ازموینې لاندې نیول کېږی.)

ـ (مولی)  لیکی، څېړنه دیوې ښې پېژندل شوې مسلې د حل په برخه کې سیستماتیک عینی اوسمه پلټنه ده.(۳)

ـ صلاحی وایی:(څېړنه) په مسایلو د ژورې پوهیدنې او د رښتیا (حقیقت)  موندلو لپاره یو پلان شوی، هوښیارانه، منظم او د باور وړ بهیر دی. یا: څېړنه د پلټنې، بیا تر لاسه کولو، علمی ارزونې او په اصطلاح کې د نه ستړی کېدونکې هڅې نوم دی.(۴)

تخلیق څه ته وایی؟

تخلیقی یا هنری ادبیاتو ته اصلی او واقعی ادبیات وایی، ټولو بدیعی ادبیاتو ته تخلیقی ادبیات ویل کېږی، چې په هغو کې شعر، لنډه کیسه، ډرامه، ناول، تکل، طنز او نور شامل دی.(۵)

د تحقیق او تخلیق اړیکې

ټول علمی کارونه سره اړیکې لری.په ادبیاتو کې ادبپوهنه، ژبپوهنه او ادب تیوری سره رابطه لری، که چېرې یو لیکوال د ادب تاریخ لیکلو اراده ولری نو دی باید د ادب تیورۍ ښه مطالعه او پوهه ولری، ځکه چې د ادب تاریخ لیکوال لپاره په تیورۍ پوهیدل اړین دی.

تخلیقی ادبیات له تحقیقی څېړنو سره اړیکه لری،که څېړنه نه وی نو هیڅکله هم تحقیقاتی کارونه پرمختګ کولای نه شی او که چېرې تخلیق نه وی نو څېړنه بیا کومه معنا نه لری.

 د ټولو تحقیقاتی کارونو پرمختګ له تخلیقاتو سره رابطه لری او یو د بل لپاره لازم او ملزوم دی.

هره ټولنه تحقیقات، تخلیقات، ژباړل شوی اثار، تحلیلی اثار او په نورو ژبو لیکل شوی اثارو ته ضرورت لری.تحقیقات یو ډول ارزښت لری او تخلیقات بل ډول.

ځینې خلک تخلیق ته د تحقیق په پرتله زیات ارزښت ورکوی او وایی چې اصلی او اول لاس ادبیات تخلیقی بدیعی ادبیات دی. بدیعی ادبیات خپل ارزښتونه او کټګوری لری او د شعر د ډولونو او د هنری نثر د ډولونو اصلی ارزښت یې په هنریت او شعریت کې دی او د ادب اساسی او فرعی توکی راوړل پکې مهم دی.

تخلیقی ادبیات خپل شکلی او معنوی جوړښت لری، په یو نوم او بل نوم هرې لیکنې ته څېړنیزه لیکنه ویلای نه شو. لکه څرنګه چې هر نثر هنری نثر کېدای نه شی او یا د هر نظم ډول شعر کېدای نه شی، دغه شان هره په نوم لیکنه د څېړنې تر نوم لاندې راتلای نه شی.که چېرې یوه علمی لیکنه په ټولوعلمی او اکاډمیکو لارښوونو برابره وی او په موضوع کې د څېړنې حق ادا شوی وی او د یوې ښې څېړنې ټولې لارې چارې پکې په خپل ځای راغلی وی نو د داسې لیکنو ارزښت زښت زیات دی.

د څېړنې د عروج مرحله

انسان ځوانی او زړښت لری، دغه شان محقق د تحقیق د کار په نظر کې نیولو سره هم پرې ځوانی او زړښت راځی. د ویګوتسکی ارواپوه په پوهه د څېړنې د عروج مرحله د(۴۰ ـ۶۰)کلونو پورې ده خو زما په پوهه په داخلی او بهرینو محققینواو پوهانو کې داسې کسان هم شته چې له شپتو کلونو وروسته هم څېړنې کولای شی او د دې امکان زیات دی چې د ژوند د وروستی وخت لیکنې یې له پخوا څخه بهتره وی.

د محقق د ځوانۍ وخت یې د عمر د زړښت وخت دی خو په دې شرط چې د تحقیق له پیل څخه د وخت او زمان په تېریدلو یې زیاته مطالعه کړې وی، د مستحقو او پوهو لیکوالو سره یې ناسته او ولاړه کړې وی او همدارنګه د څېړنې سره یې روزمره سرو کار وی. یعنې زیاته مطالعه او د عمر تېریدل خو په دې شرط چې د عمر په ټولو پړاوونو کې باید روزمره مطالعه او د ژوند تجربه ولری.

کله چې محقق په لومړنیو کارونو پیل وکړی حتمی خبره ده چې په علمی او تحقیقاتی کار کې به یې ځینې ستونزې وی خو د وخت او زمان په تېریدلو او د ډېر ریاضت سره یې په علمی کارونو کې بهتری راځی. په عام ډول د نړۍ اکثره محققین او په خاص ډول د پښتو ژبې هغه څېړونکی چې خپلو اکاډمیکو کارونو ته دوام ورکړی او ژوند یې تحقیاتو ته ځانګړی کړی وه نو د لومړنیو کارونو ځینې وروستنی کارونه به یې بهتره وی خو په دې شرط چې د تحقیقاتی کارونو سره یې روزمره سروکار وی او همدارنګه د نورو لیکوالو او پوهانو د اثارو مطالعه ولری او د دوی سره یې ناسته ولاړه وی او هره ورځ باید مطالعه وکړی.

په پښتو ژبه کې د پوهاند عبدالحی حبیبی له لومړنیو کارونو ځینې وروستنی کارونه بهتره دی یعنې د عمر په تېریدلو یې په کارونو کې بهتری راغلې ده.

د پښتونخوا نامتو مورخ او څېړونکی دوست محمد کامل مومند هغه اثارچې د عمر په وروستیو مرحلو کې لیکلی، د لومړنیو تحقیقاتی کارونو ځینې د څېړنې د اساساتو په نظر کې نیولو سره ښه دی.

د پښتو ژبې د درېیمې دورې محقق محمد اکبر کرګر له هغو محققینو څخه دی چې د کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهی په وینا چې د ده په تحقیقاتی لیکنو کې نوې خبرې زیاتې دی.

د کرګر صاحب پخوانی تحقیقاتی کارونو یو رنګ درلود خو اوسنۍ څېړنې یې له بلې زاویی تر څېړنې لاندې نیول شوې دی. د کرګر په غنی خان لومړنی اثر(غنی د شګو په محل کې) په ۱۳۶۵ ل کال چاپ شوی وه او دا دی دویم ټوک(ما ته یو دریاب د نور را)  په ۱۳۹۵ ل کال چاپ شو، دواړه کتابونه په غنی خان څېړنې دی، هر جلد خپل ارزښت لری خو د تحقیقاتی اصولو او لارو چارو په نظر کې نیولو سره وروستی کار اکاډمیک قوت ډیر دی. پورته خبره په دې دلالت کوی چې په تحقیقاتو او علمی کارونو کې لوړوالی د عمر په تېریدلو، زیاتې مطالعې، د پوهانوسره علمی رابطه، د پوهانوسره راشه درشه، د پوهانو کتابونه لوستل، څېړنیز انتقادی فکر درلودل، د خپل فکر او نظر درلودل، د هرچا فکر او خبره په پټو سترګو نه منل، د تحقیقاتی لیکنو ریاضت درلودل او داسې نورې خبرې د دې لامل کېدای شی چې د لیکوال او محقق په کارونو کې ښه والی راشی.

د څېړنې د نزول مرحله

په انسان چې عمر تېریږی په فزیکی لحاظ کمزوری کېږی خو که چېرې دی لیکوال وی او لیکوالی کاروبار وی نو د عمر په تېریدلو یې علمی کارونه پیاوړی کېږی او په معنوی لحاظ د عروج مرحلې ته رسېږی.

د څېړنې نزول او ټیټوالی د مطالعې د نه کولو، د علمی کارونو سره د مینې نه درلودل، د څېړنې د لارو چارو سره نا بلدتیا، د څېړنې خاص ذکاوت نه درلودل او داسې نور موارد کېدای شی.

که چېرې څېړونکی د څېړنې سره مینه ولری او هر وخت په دې فکر کې وی چې نوی کار وکړی نو حتمی خبره ده چې نوی فرضیی به اثبات ته رسوی.

که چېرې محقق کار پیل کړی او د لومړی ځل لپاره کوم اثر ولیکی او چاپ شی او همدارنګه د عامو او خاصو خلکو له خوا وستایل شی. که دی خپلو علمی کارونو ته په علمی ډول دوام ورکړی نو د وخت او زمان په تېریدلو به یې کارونو کې لا بهتری راشی او لوړو پوړیو ته به ورسېږی خوکه چیرې خپلو علمی کارونو ته توقف ورکړی، مطالعه ونه کړی، علمی کتابونه ونه لولی او یا له علمی ساحې لرې پاتې شی او څوکلونو وروسته بیا کوم اثر لیکلو اراده ورته پیدا شی نو حتمی خبره ده چې علمی کار به یې له پخوا څخه کمزوری وی او د نزول په طرف به تللی وی.

تحقیق ارادی عمل دی، محقق چې څومره زیاته مطالعه کوی په هماغه اندازه یې کارونه پیاوړی کېږی، د لیکوال قوی عزم او اراده هم ورسره رابطه لری، خو کله کله په تحقیقاتو کې ځینې داسې مسایلو سره مخامخ کېږو چې غیر ارادی او یا ناشعوری عمل ورته ویلای شو.(۶)

کله کله تحقیقاتی موضوع په غیر ارادی ډول د محقق ذهن ته راځی او یوه نوې فرضیه یې په ذهن کې پیدا کېږی خو د همدې فرضیی د اثبات لپاره بیا هم په ارادی ډول اړوندې موضوع په باب مطالعه، د نورو پوهانو سره مشوره، په غوره شوې موضوع که نور کار شوی وی د هغو لوستل، په انتخاب شوې موضوع که په نورو ژبو کار شوی وی د هغو اثارو مطالعه او داسې نور مسایل راتلای شی.

د شپې لس بجې وې چې په غیر ارادی ډول مې ذهن ته(د تحقیق او د تخلیق د عروج او نزول پړاوونو) ترسرلیک لاندې موضوع ذهن ته راغله، له خوبه پاڅېدم، د لږ فکر کولو وروسته د موضوع په باب کوچنۍ طرحه له ځانه سره جوړه کړه، په سبا ورځ د استاد کرګر سره مې خپله موضوع شریکه کړه، د هغه مشوره مې واخیسته او مقاله مې ولیکله. یعنې په تحقیقاتو کې د موضوع انتخاب کله کله په غیر ارادی ډول هم ذهن ته راتلای شی چې وروستی کارونه یې ارادی عمل دی.

نور بیا………………

اړوند مطالب


د تحقیق اصول(۵برخه) / لیکوال:سیداصغر هاشمی


د تحقیق اصول(۴برخه) لیکوال:سیداصغر هاشمی


د تحقیق اصول(۳ برخه) لیکوال: سیداصغر هاشمی


د تحقیق اصول (۲برخه) پوهنیار سیداصغر هاشمی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=29400

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *