د بېلوالی لپاره جعلی آدرسونه/ نوید احمد څرک

  • خپرول: ۲ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 46231

له هغې ورځې چې ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو فعالیت زیات شوی، له همغې ورځې د سیمې او نړۍ استخبارات کار کوی چې څنګه کیدای شی افغان ورونه قومونه یو د بل پروړاندې راوپاروی او د یو بل په سپکاوی سره یې د یو بل دښمنان کړی.
تر یوه حده بهرنی استخبارات د کورنیو کړیو په همکارۍ په دې کار کې بریالی شوی هم دی، خو په ټولنیزو رسنیو او ځانګړی ډول فیسبوک کې هوښیار او وطن پرست ځوانان شته چې هڅه کوی د دې ډلو مخه ونیسی او ورونه قومونه یووالی ته وهڅوی.
ځینې وخت هڅه شوې چې د یو سمت یا قوم مشر په بل اړخ سپک کړی او ځینې وخت کې د بل اړخ مشر راواخلی له بل ادرس څخه یې سپک کړی، خو دا په اصل کې جعلی ادرسونه دی او کار کوی چې څنګه د افغانانو یووالی له منځه یوسی او ټول د یو افغان په نوم خپل هویت و نه منی.
اوس چې د برښنایی تذکرو د ویش موضوع پیل شوه، دا کړۍ چې په ځانګړی ډول ایران او پاکستان پکې ډیره دلچسپی لری، د قومونو او هویت موضوع یې راپورته کړې، یوه ډله په جعلی ادرسونو ځان افغان نه بولی او بله ډله په جعلی ادرس نورو قومونو ته سپکې سپورې وایی چې د افغان کلمې پروړاندې یې حساسیت او عقده زیاته شی.
په اصل کې د افغان له کلمې سره په افغانستان کې یو څو محدود کسان مخالف دی او هغوی دا مخالفت د شخصی ګټو او قومی تجارت لپاره کوی، تاجک، پښتون، هزاره، ازبک، ترکمن او …. ټول قومونه په افغانستان کې ویاړی چې افغانان دی، خو دا چې ځینې یې په دې نه پوهیږی چې اشخاص یې د خپلو ګټو لپاره کاروی، داسې نه ده پکار چې ټول قوم او سمت یې په سپکه یاد شی.
بهرنی استخبارات په ځانګړی ډول ایران او پاکستان په دې پوه شوی چې افغانان زیات شمېر یې فیسبوک کاروی او له دې لارې زیات کسان راپاریږی، نو کله د حکومت پرضد پوسټونه کوی چې د حکومت پروړاندې خلک راپورته کړی، کله د طالبانو له ادرسه او کله د داعش له ادرسه داسې پوسټونه کوی چې دا وضعیت بحرانی وښیی او خلک په راتلونکی بې باوره کړی.
ملی امنیت او کشفی ارګانونو که څه هم په دې برخه کې زیات کار کړی چې د دې ډول جعلی ادرسونو مخه ونیول شی او په دې برخه کې خلک پوه کړی، خو بیا هم هره ورځ په جعلی نوی ادرسونه جوړیږی او کار کوی چې څنګه کیدای شی د افغانانو یووالی زیانمن کړی او یا یې له منځه یوسی.
افغانان اوس تر بل وخت په دې پوه دی چې بریالیتوب او ثبات یې په یووالی کې دی او پرته له یووالی هیڅ قوم نه شی کولای ارام ژوند وکړی، خو دا چې ځینې قومی سوداګر چې له بهرنیو استخباراتو پیسې اخلی کار کوی چې ورونه قومونه د یو بل پروړاندې وکاروی او له دې لارې شخصی ګټې او نامشروع سیاست وکړی.
تاسو به ډیر کله او یا په ځانګړی ډول دې ورځو کې ځیر شوی یاست چې هر څومره چې د قومونو تر منځ نفاق ته لمن وهل کیږی، اکثر یې بې هویته جعلی ادرسونه دی، هغه ادرسونه چې جعلی نه او اصلی دی، هغوی فکر کړی چې په مقابل کې یې یو قوم راپورته شوی او له افغانیت منکر کیږی او یا یې په حکومت کې ونډه زیاته او یا کمه ده.
خو دا هر څه د دې لپاره دی چې افغانستان یو ځل بیا د نویمو کلیزو جګړو ته لاړ شی او نسبی امنیت او پرمختګونه یو ځل بیا په جګړو کې له منځه لاړ شی، د نن ورځې هوښیار کس هغه بللی شو چې د یووالی لپاره کار وکړی او نور خلک هم پرینږدی چې د بل چا په لمسون د بل د ګټو لپاره وکاریږی.
یو قوم چې د بل قوم په نوم باندې جعلی ادرس وګوری چې سپکاوی یې شوی، هغه هم د خپل غچ اخیستو لپاره د بل قوم، سمت او ژبې پروړاندې لیکل کوی او دا لړۍ د هغو استخباراتو په ګټه ده چې د همدې لپاره یې کسان او ډلې ګمارلې دی.
که چیرې خدای مه کړه دا وضعیت همداسې دوام وکړی، د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کوی چې بیا به د هیڅ قوم او هیڅ ژبې خاوند په افغانستان کې ژوند و نه شی کړلی، نو ښه لار دا ده چې لکه د ورونو ټول یو ځای کار وکړو او په یو غږ او یو مټ باندې د یو سوکاله افغانستان لپاره حکومت ته لاس ورکړو، هغه حکومت چې د ټولو قومونو استازی او خلک پکې شته دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=46231

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *