د بی بی سی ځایی خبریال په خوست ولایت کې خاورو ته وسپارل شو

  • خپرول: ۱۱ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 56173

په خوست کې د بی بی سی ځایی خبریال احمد شاه، چې تېره ورځ ناپېژاندو وسله والو وواژه، د سې شنبې په ورځ پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د نوموړی جنازه کې د ولایتی شورا د ځینو غړو په ګډون ګڼو کسانو حضور درلود.
ځایی خبریال او د احمد شاه نژدې مګری فریدالله ظاهر وایی، له مرګ یوه ورځ وړاندې یې له احمدشاه سره کرۍ ورځ په خوښۍ او بنډارونو تېره کړه، چې اوس یې هېڅ له ذهنه نه وځی.
دی وایی، احمدشاه یو ارام ځوان او تل به موسکی و.
د احمدشاه پلار میرویس بی بی سی ته ویلی، زوی یې دوشنبه (غویی ۱۰مه) خوست ښار کې کور ته روان و چې پر لاره د نامعلومو کسانو له خوا په نښه شو چې روغتون ته تر رسول کېدا څو شېبې وروسته یې ساه ورکړه.
د بی بی سی د نړیوالو خپرونو مشر جیمی انګس په یوه خبرپاڼه کې احمد شاه تکړه خبریال بللی او د هغه پر وژنه یې خواشینی څرګنده کړې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=56173

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *