د بوډاګانو د ساتنې او پالنې په برخه کې د روباتانو رول

  • خپرول: ۳۰ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تکنالوژي او معلومات
  • د خبر شميره: 100886

د امریکا غږ پاڼې له مخې، په جاپان کې د ډیر عمرلرونکو کسانو د ساتنې مرکزونه بوډاګانو سره د مرستې او هغوی ته د تفریح برابرولو له روباتونو کار اخلی.
په توکیو کې د بوډاګانو او زړو خلکو د ساتنې په یوه مرکز کې د پېپر په نامه یوه روبات کارول کیږی.
د پېپر روبات د هغو ډیرو الکترونیکو وسایلو له جملې څخه دی چې د زړو د ساتنې مرکزونه ورڅخه ګټه اخلی او همدغه راز د پارو په نامه یو بل روبات هم له لویانو سره خبرې کوی او وخت یې ښه تېروی.
د شینتومی په نامه مرکز له ٢٠ بیلابیلو روباتونو او الکترونیکی وسیلو څخه د لویانو د ساتنې او مراقبت لپاره کار اخلی.
د رویټرز آژانس خبریال ملکم فاستر وایی” د لویانو د ساتنې په خونو کې ځکه له روباتونو کار اخیستل کیږی چې د چاپان ډیر نفوس زاړه خلک دی او د کارګرو نفوس یې مخ په کمېدو دی”.
جاپان د زړو خلکو د پاللو او ساتلو لپاره د مجربو نرسانو له کموالی سره مخامخ دی او ښایی روباتونه دغه تشه ډکه کړی شی. پر دې سربېره دغه هېواد د لویانو د ساتنې لپاره د روباتونو جوړولو ته د یوه لوی اقتصادی فرصت په سترګه ګوری او ډیرو شرکتونو د روباتونو د جوړولو او انکشاف لپاره په میلیونونو ډالرو پانګونه کړې ده.
د یادونې وړده چې چین، جرمنی او ایټالیا هم د خپلو زړو خلکو د پاللو او ساتلو لپاره دا ډول روباتونو ته اړتیا لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100886

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *