د بهرنیو چارو وزارت: له پاکستان سره په مهمو مسایلو پرمختګ نه دی شوی

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 44487

د افغانستان او پاکستان لوړ رتبه پلاوی پر هغو مسئلو چې افغان لوری ته لومړیتوب لری، موافقې ته نه دی رسېدلی.
دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې پرون شنبه ماښام خپره شوه، راغلې ده.
په بیان کې ویل شوی چې دواړو خواوو د همکاریو د پراختیا لپاره د یوهمیکانیزم پرجوړولو په خبرو کې پرمختګ کړی، خو د ترورېزم پر ضد په مبارزه، د تشدد کمول او د سولې لپاره په جوړجاړی کې موافقې ته نه دی رسېدلی.
په خبر پاڼه کې ډېر جزیات نه دی څرګند شوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44487

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *