د بهرنیو پوځیانو یوه بې پیلوټه الوتکه په پروان ولایت کې نسکوره شوې

  • خپرول: ۲۷ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 108979

د پروان ولایت چارواکی وایی، چې بګرام ولسوالۍ کې د بهرنیو پوځیانو بې پیلوټه جاسوسی الوتکه نسکوره شوې ده.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسی رسنیو ته ویلی، چې دغه بې پیلوټه الوتکه د ناټو د قاطع ملاتړ وه او د څار ماموریت پر مهال تېره ورځ ناوخته د تخنیکی ستونزو له امله نسکوره شوې ده.
د قدوسی په ویناد نسکوره شوې جاسوسی الوتکې پاتې شونی د پولیسو له لوری د ناټو قاطع ملاتړ ادارې ته سپارل شوی دی.
د ناټو قاطع ملاتړ ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108979

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *