د بهرنیانو په واسطه د افغانستان خلکو ترمنځ د بېلوالی د رامنځته کېدو په اړه د کرزی اندېښنه

  • خپرول: ۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 73647

پخوانی ولسمشر حامد کرزی د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړی استازی تدامیچی یاماموتو سره پر راتلونکو ټاکنو خبرې کړې دی.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له استازی تادامیچی یاماموتو سره په لیدنه کې د افغانستان خلکو ترمنځ د بېلوالی د رامنځته کولو په موخه د ځینو بهرنیانو له هڅو څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د دفتر لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلی دی، چې کرزی له یاماموتو سره په خبرو کې ویلی، چې ځینې هېوادونه په افغانستان کې د قومی تعصبونو اور ته لمن وهی. د سرچینې په وینا دې موضوع نوموړی سخت اندېښمن او خواشینی کړی دی. پخوانی ولسمشر له یاماموتو وغوښتل چې د ټاکنو او نورو موضوعاتو په اړه د افغانانو اندېښنې ملګرو ملتونو ته ورسوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=73647

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *